قزاقستان وايي، افغانستان ته به د کانونو د استخراج وسایل صادر کړي
قزاقستان پلان لري چې افغانستان ته د کانونو د استخراج وسایل صادر کړي
قزاقستان ویلي، د افغانستان په وړاندیز دې هیواد ته د خپلو وسایطو د صادرولو امکان څېړي.
دا خبره د قزاقستان-افغانستان په سوداګرۍ فورم کې د قزاقستان مرستیال صدراعظم سریک ژومنګارین د کازینفورم خبري اژانس خبریال ته وکړه.
ده وویل چې په پام کې لري چې په افغانستان کې د وسایطو د خدماتو او پلور لپاره مرکزونه پرانیستل شي.
افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کول
ژومنګارین زیاته کړه:«زموږ د همکارۍ بل مهمه مسله په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کول دي، چې پکې د جامدو معدني سرچینو استخراج او پروسس شامل دي.»
قزاقستان له څو کمپنیو سره خبرې کړي، چې د مسو، وسپنې او سروړ زرو د استخراج په شمول په جیولوژیکي سپړنو کې ښکیل دي.
د قزاقستان مرستیال صدراعظم وویل چې هیواد یې چمتو دی چې خپل مهارتونه او تجربه له افغانستان سره شریکه کړي او د افغانستان لپاره د کان کیندنې د یو پایېدونکی سکتور د رامینځته کولو لپاره خپلې اکتشافي کمپنۍ واستوي.
نور ولولئ: په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې
نور ولولئ: د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون
نور ولولئ: د سواګرۍ وزیر: غواړو له قزاقستان سره سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړو
مخکې راپور ورکړل شوی و چې د روان کال په ۸ میاشتو کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۳۳۰.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه ۳۱۶.۵ میلیونه ډالره د قزاقستان صادرات وو.
اوړه او غنم له افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو تر ۸۰٪ ډېره برخه جوړوي.
د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراخېدل
په بدل کې یې، قزاقستان له افغانستان څخه معدني اوبه، مېوې او مصالحې واردوي. د قزاقستان مرستیال صدراعظم تاسجوریکوف یادونه وکړه چې دواړه هېوادونه کولای شي د نژدې سوداګریزو همکاریو له لارې دوه اړخیزه سوداګریزه راکړه ورکړه تر ۱ میلیاردو ډالرو پورې زیاته کړي.
قزاقستان د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د نللیکې (ټاپي) په جوړولو کې ګډون ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
اذرنیوز خبري اژانس تېره شپه (سې شنبه، د اکتوبر ۲۲ م) راپور وکړ چې د قزاقستان د صدراعظم په قول وویل چې له ترکمنستان سره مذاکرات روان دي څو د دې پروژې په برخه کې د قزاقستان ممکنه ونډه وڅېړل شي.
د TAPI ګاز نللیکه ټولټال ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږده ده او د څلورو هېوادونو له خاورې تېرېږي: ترکمنستان – ۲۱۴ کیلومتره، افغانستان – ۷۷۴ کیلومتره، پاکستان – ۸۲۶ کیلومتره، چې بیا د هند تر پولو پورې رسېږي.
د ګاز نللیکې د ترکمنستان برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې وې، بشپړې شوې دي. په افغانستان کې یې کار د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳مه پیل شو. د دې نللیکې وړتیا به هر کال ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز وي. د پروژې لومړنی لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.