Uncategorized

لارووف: امریکا په افغانستان کې د لاسوهنې هڅې کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې امریکا په افغانستان کې د لاسونې په هڅه کې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا په افغانستان کې له ماتې وروسته یو بیا په دې هڅه کې ده تر څو په دغه هېواد کې لاسوهنه وکړي او د خپلو ګټو د تعقیب په موخه ترې ګټه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې امریکا او متحدین یې له ۲۰ کلن «اشغال» وروسته له افغانستانه وتښتېدل؛ خو نن بیا هم غواړي د دغه هېواد په کورنیو چارو کې «لاسوهنه» وکړي.

سرګي لاوروف وویل، امریکا او متحدین یې په منځنۍ اسیا کې د بیاځلي پوځي حضور په لټه کې دي.

په افغانستان کې د څپ څپانده وضعیت هڅه

هغه د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه نېټه) د بېلاروس په مېنسک ښار کې د اوراسیا نړۍوال امنیتي ناسته کې وویل:« امریکا او متحدین یې چې له شل کلن اشغال وروسته له افغانستانه پښې سپکې کړې؛ نن غواړي چې د دغه هېواد په څپ څپانده وضعیت کې مداخله وکړي او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د پوځي حضور لپاره پلمې جوړې کړي.»

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

نور ولولئ: ایران، پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته وکړه

هغه په دې تړاو ډېر جزییات ورنه کړل؛ خو له افغانستانه د امریکا د وتنې په اړه یې وویل:«د هوايی څارنې او پلټنې» سره په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه ترڅار لاندې نیسي. د دغې طرحې له مخې، د امریکا پوځ په سیمه کې پر څار، کنټرول او د اړتیا په مهال پر ترهګرو بریدونو کې یې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړې دي.

د افغانستان اوسنی هوايي حریم اشغال دی

تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي و، چې دغه ډله د افغانستان په فضا کې د بهرنیو الوتکو د ګرځېدو د مخنیوي په لټه کې ده.

ملایعقوب ویلي و، چې لاهم د افغانستان هوایي حریم تر «اشغال» لاندې دی.

طالبانو پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان خاورې ته د امریکایي الوتکو د ورتګ اجازه ورکوي.

د کندهار، کاپیسا، کابل، بدخشان، پنجشېر، نیمروز، هرات او د افغانستان د نورو ولایتونو په اسمان کې د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

سرګي لاوروف د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي بدلونونو په برخه کې د امریکا د رول په اړه وویل:« د امریکا د یرغلیزو کړنو په پایله کې، ناټو او اروپایي ټولنه د ټوټه، ټوټه کېدو له ګواښ سره مخامخ شوې او ورځ تر بلې دغه ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button