مادهوري ۳۸ کاله د هند فلمي صنعت کې فعاله ده
مادهوري هغه فلمي ستوري او پېژندل شوي څېره ده چې په هندي فلمونو کې یې ښه رول لوبولی
د مادهوري فلمي سفر
که څه هم مادهوري له ۳۸ کلونو د هند فلمي صنعت کې فعاله ده او ۵۵ کاله عمر لري خو شهرت او د مینه والو شمېر کې یې کمښت نه دی راغلی.
که څه هم نننۍ مادهوري په ډېرو کمو فلمونو کې راښکاره کېږي خو مینه وال یې اوس هم هغومره لېواله دي چې لسیزې پخوا وو.
مادهوري ډېکشت د می په ۱۵ په ۱۹۶۷ کال کې په یوې مراټه کورنۍ کې زيږېدلې. پلار یې انجینر او مور یې د کور ښځه وه. د مور یې کلاسیکې نڅا سره ډېره مینه وه او همدا لامل وو چې له کم عمرۍ یې مادهوري هم د کلاسیکې نڅا زده کړې ته هڅوله.
نور ولولئ: ایا کترینه کیف امیندواره ده؟
مادهوري څلور خویندې او وروڼه لري. خویندې یې روپا او بهارتي او ورور یې اجیت ترې لویان دي او دا تر ټولو کوچنۍ ده.
مادهوري درې کلنه وه چې د کتک نڅا زده کړه یې پیل کړه او ۱۱ کلنې کې په دې نڅا کې ماهره شوې وه.
که څه هم مادهوري له ښوونځي وروسته د پوهنتون زده کړې پیل کړې وې خو د فلمونو له امله یې زده کړې نیمایي کې پاتې شوې.
د بریالیتوب په لور سفر
هم اپ کې هې کون فلم صحنه
د پرله پسې فلمونو د ناکامۍ په اړه راته مادهوري وویل: “کور کې به مې ډېر ژړل خو مور او خویندو مې ډېره هڅولم. مور به مې تل راته ویل خپه کېږه مه، یوه روځ به ضرور بریالۍ کېږې.”
د مور خبره یې سمه وه او ۱۹۸۸ کال کې د مادهوري نوی فلم تېزاب نندارې ته وړاندې شو. دا فلم ډېر مشهور شو او د مادهوري د نڅا هنر وستایل شو.
دې فلم کې یوه سندره اېک، دو، تین چې مادوري پرې نڅا کړې وه نن هم خورا مشهوره ده او ډېره اورېدل کېږي. د دې فلم بریالیتوب له امله د مادخوري پر خپل ځان باور نور هم زیات شو.
له تېزاب وروسته یې هماغه کال د فلم جوړوونکي فېروز خان په یوه فلم کې کار وکړ چې هغه هم بریالی شو. دې سره مادهوري ورو ورو هندۍ سينما کې خپل ځانګړی ځای جوړ کړ.
نور ولولئ: د بالیووډ پنځه هغه اداکارانې چې لوړ قدونه لري
له دې وروسته د سباش ګای فلم رام لکهن چې مادهوري په کې له انیل کپور او سنجې دت سره مهم رول لاره ډېر مشهور شو او تر اوسه د بالیووډ یو له غوره فلمونو ګڼل کېږي.
مادهوري په ۳۸ کلن فلمي ژوند کې له ۷۰ ډېرو فلمونو کې رولونه لوبولي. په دغه فلمونو کې د پرنده، دل، کل نایک، هم اپ کې هی کون، انجام، دل تو پاګل هی، پکار او دېوداس په څېر مشهور فلمونه شامل دي.
مادهوري ۷ ځله د هندي سېنما مشهوره “فلم فېير” جایزه ګټلې او ۱۷ ځله دغې جایزې لپاره نومول شوې ده. ۲۰۰۸ کال کې د هند حکومت نوموړې ته د پادما شري جایزه هم ورکړه.