هنر او ادب

ایا کترینه کیف امیندواره ده؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې د بالیووډ ملکه کټرینه کیف امیندواره او ژر به مور شي، ځکه چې هغه داسې جامې اغوستې وې چې ګومان کېږي هغه مور کېږي.

کټرینه کیف : 

کټرینه کیف تېره شپه په ممبۍ کې د جایزو د شو په یوه غونډه کې ګډون کړی و، چې عکسونه او ویډیوګانې یې وایرل کېږي او له دې عکسونو ته په کتو مینه وال وایي چې هغه به ژر مور شي.

نور یی ولوله | د شاه رخ خان او دپیکا نوې سندرې کمال وکړ

نور یی ولوله | سږ کال د بالیووډ سینما له پنځه لویو جنجالونو سره مخ شوه

مشهوره اداکاره

دغه مشهوره اداکاره په داسې لباس کې لیدل کېږي چې هغه نري او یو څه پراخ وي او په ټولنیزو رسنیو د اداکارې مینه والو بحث پیل کړی چې کترینه کیف امیندواره ده او ډېر ژر به ټولو ته ښه خبر ورکړي.

تر دې وړاندې هم څو ځله کترینه کیف ته په کتو په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې هغه به ژر مور شي، خو اداکارې او خاوند یې ویکي کوشل تر دې دمه دا خبره نه رد کړې او نه یې په اړه څه ویلي دي. د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې کترینه کیف د ممبۍ په هوايي ډګر کې په یو څه سپکو جامو کې لیدل شوې وه چې دغه ډول اوازې یې تودې کړې وې

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button