Uncategorized

متقي د مسکو فارمټ ناسته کې؛ سیمه کې د داعش د مرکزونو ایجاد اندېښمن کړي یو

امیرخان متقي په سیمه کې د داعش ډلې د مرکزونو له رامنځته کېدو اندېښنه په ډاګه کړي ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډې ته په وینا کې وویل، داعش توانېدلی د افغانستان له پولو بهر د تجهیزاتو او روزنې مرکزونه جوړ کړي او دې پېښې طالبان اندېښمن کړي. امیرخان متقي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې داعش ته د خپلو وګړود استخدام اجازه ور نه کړي.

دغه طالب چارواکي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش ډېرې چاودنې بهرني اتباع کوي. هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې داعش ته اجازه ور نه کړي چې د سیمې د هېوادونو وګړي استخدام کړي او افغانستان او نورو هېوادونو ته یې د ورانکارو موخو لپاره ولېږي.

د داعش خراسان ډلې قوي کېدل

طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې داعش په افغانستان کې نشته و خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی او هلته یې د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې ګډون کړی دی.

که څه هم روسیه طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، خو له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په مشورتي غونډه کې ویلي، چې تمه لري له روسیې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون

د امیرخان متقي له وینا مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ د مشورتي فورم په غونډه کې ویلي و چې اوس هم بېلابېلې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او له دې هېواده بهر بریدونه کوي.

هغه دا هم وویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کول غواړي.

په همدې حال کې د روسیې د امنیتي سازمان مشر الکساندر بورتنیکوف د جمعې په ورځ په بشکیک کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه دا هم وویل چې په افغانستان کې د داعش او په دغه هېواد کې میشتو نورو جهادي ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طالبانو سره خبرې وشي.

خو امیرخان متقي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button