لوبې خبرونه

نن په پاکستان کې د چمینز ټرافي لوبې پیلېږي؛ افغان لوبډله به د ملت تمې پوره کړي؟

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام(چمپینز ټرافي) نن چهارشنبه د پاکستان په کوربه‌توب پيلېږي، د افغان اتلانو لوبډلمشر «حشمت‌الله شهیدي» په خپلو تازه خبرو کې ویلي، ” کله چې مونږ ښه لوبه نه کوو زمونږ هېوادوال حق لري چې پر مونږ تبصره او نیوکې وکړي، خو لوبغاړو ته د بدو الفاظو استعمال حق هیڅوک نه لري. “

د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام نن (چهارشنبه، د فیبروري ۱۹مه) د پاکستان په کوربه‌توب پيلېږي، او د افغانستان لومړنۍ لوبه به د فیبرورۍ پر ۲۱مه د جمعې په ورځ ده.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې له افغان لوبډلې څخه د تمې په اړه وویل، ” له تېرو دوو کلونو غوره لوبو وروسته مونږ اوس نړۍ ته دا ثابته کړې چې مونږ هرې لوبډلې څخه د ګټلو وړتیا لرو. “

شهیدي همداراز وویل، “لومړی ځل دی چې مونږ چمپینز ټرافي ته لاره موندلې، پخوا به مونږ دا لوبې یوازې پر ټلویزیون لیدلې، غواړو چمپینز ټرافي وګتو. “

شهیدي د دوو تمریناتي لوبو بایللو په اړه زیاته کړه، “چې لومړنۍ لوبه مونږ ښه ونه کړه، خو دویمه لوبه کې مونږ زیار ویسته، درې میاشتې مونږ پنځوس اوریزه لوبه نه و کړې، مونږ پر دې کوښښ کوو چې لوبو ته چمتو شو. “

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button