نړیوال خبرونه

نړیواله ټولنه افغانستان کې د ښځو حقوقو باندې ټینګار کوي

اروپايي ټولنه او یوناما

افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د غوښتنو په دوام، اروپايي ټولنه او یوناما له اسلامي امارته غواړي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي.

اروپايي ټولنه افغانستان کې د اوسني حکومت له چارواکو غواړي چې د ښځو او نجونو په وړاندې خپل چلن بدل کړي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوسپ بورل وویل:«پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته، بشري وضعیت خراب شوی دی او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو نقض د زیاتېدو په حال کې دی. زه له هغو کسانو چې په کابل کې د واک واګي په لاس کې لري، غواړم چې دا د نه منلو وړ پرېکړې او چال چلن بدل کړي

بلخوا د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي هم څرګندوي:«د نړۍوالې ټولنې او نورو بنسټونو دا ګامونه د اندېښنې په کچه کې دي او باید دغه کارونه په عملي توګه ترسره شي. بل خوا جرمني، په افغانستان کې د یوناما دفتر او امریکا متحده ایالتونه وایي،چې د طالبانو په چلند کې د بدلون له راتلو پرته به په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب شي

ور یی ولوله | اا: مفسیدینو ته زموږ حکومت کې ځای نشته

نور یی ولوله | د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

یوناما په دې هکله وايي:«د یوه کال په تېرېدو سره موږ له طالبانو غواړو چې فکر وکړي. د افغانستان د جوړولو لپاره د اړینو ګامونو د پورته کولو او د دغه هېواد خلکو ته د هیلې بښلو فرصت پاتې دی. ځکه له بدلون پرته هر څه لا خرابېدلای شي.  نړۍواله ټولنه به له هغو کسانو سره تعامل وکړي،چې د افغانستان د خلکو رېښتیني استازي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هم زیاتوي:«طالبانو هغه ژمنې چې د افغانستان د خلکو، په تېره بیا، د ښځو، نجونو، مذهبي لږکیو او قومي لږکیو په تړاو کړې وې عملي کړې نه دي. موږ به په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو او متحدانو سره د ښځو او نجونو له حقونو نه دفاع ته دوام ورکړو

په دې لړ کې کابل وایي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه اخیستل شوي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«موږ د بشري حقونو د مسایلو په برخه کې مثبت ګامونه اخیستي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button