په زړه پورېروغتیا

هند کې په کومو شرطونو زوم ته ډېر ولور ورکوي؟

په هند کې چې کوم زوم ښې زده کړې او ښه دنده ولري نو د انجلۍ کورنۍ ډېر ولور ورکوي

د ولور ورکول په سویلي آسیا کې له پېړیو راهیسې پخوانی دود دی، چې د ناوې کورنۍ د زوم کورنۍ ته نغدي پیسې، جامې، ګاڼې او نور سامان ورکوي.

که څه هم هند کې دا کار د ۱۹۶۱ کال راهیسې ناقانونه شوی، خو لا یې هم وده کړې او ډېر کله د ښځو د کورني تاوتریخوالي د رامنځته کېدو او آن د مړینې لامل کېږي.

د سویلي کلفورنیا له پوهنتونه جفري ویور او د وېرجینیا له پوهنتونه ګاور او چیپلانکر هند کې د ۱۹۳۰ او ۱۹۹۹ کلونو تر منځ شاوخوا ۷۴ زره ودونه ارزولي. موخه یې دا وه چې په دغه موده کې هند کې د ولور وده او بدلون مالوم کړي.

د هند ۱۷ ګڼ نفوسه ایالتونو کې شوې سروې

هند کې نږدې ټولې ښځې د خپل عمر شلو کلنو په وروستیو کې واده کوي. تر ۱۹۹۹ کاله په سلو کې نوي سلنه ودونو کې ولور اخیستل کېده، د ولور اندازه د ۱۹۵۰ او ۱۹۹۹ کلونو تر منځ نږدې د یو تریلیون ډالرو څلورمه برخه حسابېده.

ښاغلې ویور ویلي، د څېړنو په پایله کې یې موندلي چې اقتصادي ودې سره د ولور اندازه هم لوړه شوې په ځانګړې توګه له ۱۹۴۰ څخه تر ۱۹۸۰ پورې.

نوموړی وايي: ” په دې موده کې نارینه و زدکړې کړي او ښې دندې یې ترلاسه کړي چې دا د ولور اندازې د لوړوالي لامل شوی.”

زیات ولولئ: د 2023 غوره راتلونکی هندي ویب سیریز

د څېړنو له مخې، د ولور وده او پېدایښت د زوم د ژوند کیفیت د بدلون په پام کې نیولو سره ډېر ښه مالومېدای شي، چې د دوی د زده کړو او د عاید زیاتوالي سره تړاو لري.

یا په بله وینا، “تحصیل کړی او ښه زوم چې ښه دنده هم ولري د خسر له کوره به ډېر ولور وړي.”

د ولور د بیمې حق

دې څېړنې همدا راز موندلې، چې د ودونو په بازار کې د تحصیل کړیو زومانو د شمېر په زیاتېدو سره “د ولور بیمې حق” کچه چې ډېر تحصیل کړي زومان یې ترلاسه کوي راټيټه شوې. د څېړنې له مخې، قوي اقتصادي لاملونه د ولور د دوام لامل کېږي.

هغه کورنۍ چې د خپلو لوڼو په ودونو کې د ولور له ورکړې انکار کوي، د ټیټ کیفیت لرونکی زوم به یې وي.

اګره کې د ښځو د حقونو لپاره پر دیوال انځورګري شوې، لیکل شوي چې “ولور د ښځو سپکاوی دی.”

دا په هند کې هغه دود دی چې د ډېرو نجونو کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button