نړۍ

واشنګټن: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له شرمه ډکه کړنه ده

اړوند خبرونه: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د سپینې ماڼۍ ځوانې ویاندې «کارولین لیویت» تېره ورځ په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې، یو ځل بیا د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په څرنګوالي سختې نیوکې وکړې.

اغلې لیویت د امریکا د لوړ پوړو امنیتي او دفاعي چارواکو د یوې ډلې د خبرواترو څخه د نویو معلوماتو د افشا کیدو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، هغې له افغانستان څخه د وتلو “ناورین” ته اشاره وکړه او د بایډن ادارې د دې پیښې لپاره د مسوولیت نشتوالی یې “کرکه وړ” وباله.

د سپینې ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ چې په کابل کې امریکایي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د بایډن په اداره کې هیچا د دې غمیزې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. هغه د حساب ورکولو دا نشتوالی د افغان پوځي ځواکونو او متحدینو د برخلیک په اړه د بې پروایۍ نښه وګڼله چې د متحده ایالاتو سره د دوو لسیزو همکارۍ په دوام کې له ګواښ سره مخ شوي وو.

له افغانستان څخه د امریکا وتل د بایډن ادارې د بهرنۍ پالیسۍ یو له خورا جنجالي پریکړو څخه و، چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه نږدې ملګرو په مکرر ډول د پخوانۍ ادارې کمزوري او جدي تېروتنه ګڼلې ده.

رسمي راپورونو، د کانګرس تحقیقاتو او د پوځي چارواکو بیانونو په ګډون، دا هم ښودلې چې د بایډن ادارې د افغان امنیتي ځواکونو د چټک سقوط په اړه په مکرر ډول خبرداری له پامه غورځولی او د امریکایانو او افغان متحدینو د خوندي ایستلو لپاره یې مناسب پلان نه دی جوړ کړی.

هخوا د بایډن ادارې تل استدلال کړی چې دا وتل د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د ا.ا سره د دوحې د تړون پایله وه، کوم چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پرمهال لاسلیک شو او د بایډن انتخابونه یې محدود کړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button