Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

روغتیا

وروستي سیلابونه؛ افغانستان کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

په میدان وردګو ولایت کې د تېرې ورځې سیلابونو ۲۶ تنه مړه، ۴۴ کسان ټپیان او لسګونه لا ورک دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي وروستیو سېلابونو تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان د میدان وردګو په ولایت کې رسولی دی.

د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د ‘یکشنبې’ په ورځ بي بي سي پښتو ته وویل د تېرې شپې د سېلابونو له کبله په میدان وردګو ولایت کې ” ۲۶ تنه مړه، ۴۴ ټپیان او ۳۶ نور کسان نادرکه دي.”

د ده په وینا دا وروستۍ شمېرې نه دي او په ډېر احتمال چې د زیانمنو شمېر زیات وي.

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

هغه پغمان ولسوالۍ کې هم د ورښتونو له کبله د زیان اوښتو خبره کړې ده.

کابل کې چارواکو ویلي د پغمان ولسوالي په ارغندي سیمه کې د سېلابونو له امله ۸ کسانو خپل ژوند بایللی، ۲۰ تنه ټپيان شوي.

دغو سیلابونو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي

د رپوټونو له مخې دغو سېلابونو د هستوګنې ګڼ شمېر کورنه هم ویجاړ کړي او ډيری کرنیزې ځمکې یې هم له منځه وړي دي.

په ورته مهال، ځايي چارواکو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون ته ویلي چې سېلابونه تېره شپه د وردګو ولایت مرکز میدان ښار، جلرېز، نرخ، سید اباد، جغتو او چک ولسوالیو کې راوتلي.

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

ملي تلویزیون د خلکو په حواله لیکلي ” د تېرې شپې سېلابونو له امله ۲۲ کسانو خپل ژوند بایللی، لسګونه کسان نادرکه او د استوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.”

هغه سیمې چې زیاتې زیانمنې شوي

په ورته وخت کې، د وردګو ولایت طبیعي پې‍ښو ته د رسېدو ادارې ویلي، د تېرې شپې د سېلابونو له کبله میدان ښار، جلرېز، چک، نرخ، سید اباد او جغتو ولسوالیو کې تر اوسه “۲۲ تنه مړه شوي او لسګونه نور ورک” دي.

خو د مړو شویو د شمېر په تړاو د نوموړي څرګندونې تر اوسه کومې بلې سرچینې نه دي تایید کړې.

وردګ ولایت کې د طالبانو حکومتي مسولین وايي، جغتو ولسوالۍ کې سلګونه جريبه کرنیزه ځمکه سېلابونو لاندې کړې او شاوخوا ۱۰۰۰ جرېبه کروندې او باغونه یې خراب کړي وو.

د وردګو ور ها خوا په کونړ او پکتیا ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتلو ویل شوي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وار له مخه په ځينو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی وو او خلکو ته یې د چمتووالي سپارښتنه کړې وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button