هنر او ادب

ولې د هند له تعلیمي نصاب د اقبال لاهوري مضمون لرې شو؟

هندوستان له خپل تعلیمي نصاب څخه د پاکستان د ملي شاعر محمد اقبال لاهوري مضمون ایستلی دی.

پاکستاني لیکوالو په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي، چې اقبال لاهوری یوازې د پاکستان نه؛ بلکې د سیمې په کچه شاعر و.

د اسلام اباد د علي جناح پوهنتون د پاکستان د مطالعاتو مشر ډاکټر حنیف خلیل ویلي، چې د هندوستان دا کار خپله هندي زده کوونکو او محصلانو ته تاوان رسوي.

د حنیف خلیل په وینا، هغه هېواد باید وویاړي چې د اقبال لاهوري افکار خپلو محصلانو ته تدریسوي.

ځینې نور شنونکي باور لري، چې اقبال لاهوری له پاکستان سره د تړاو قرباني دی، كنه شاعري یې شرخوښې نه وه او نور هېوادونه هم علاقه ورسره لري.

نور ولولئ: لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ

له بلې خوا اقبال هغه مهال زېږېدلی چې پاکستان لا جوړ شوی نه و او د پاکستان تر جوړېدو مخکې وقات شوی دی. اقبال هیڅ ځای د پاکستان نوم نه دی یاد کړی.

د علامه اقبال پېژندنه

محمد اقبال رح د نومبر پر ۹په ۱۸۷۷م کې د برطانوي هند د سیالکوټ په ښار کې د شیخ نور محمد په کورنۍ کې زیږيدلۍ،  د اتلسمي پیړۍ په اواخرو کی ئې کورنۍ له کشمیره را مهاجر شوې وه. دده په اړه یوه قصه ډیره مشهوره ده؛ چې یو ځل د اقبال رح پلار د څه مودې لپاره په یو بانک کې وظیفه پیدا کړه، دده مور یوه وزه رانیوله او دهغه وزې شیدې به ئې اقبال رح ته ورکولې، پلار ئې د وزې په لیدلو سره وپوښتل چي دا وزه څه کوې؟ دده مور په ځواب کی ورته وویل: دا وزه مې ځکه رانیوله چې ته په بانک کې کار کوې او ستا په معاش کی د سود پیسې هم شاملي دې، زه نه غواړم خپل بچي ته خپلي شیدې ورکړم، تر څو چې د اقبال رح پلار په هغه بانک کې کار کاوه مور ئې اقبال رح ته د وزې شیدې ورکولې.

دداسي احتیاط په نتیجه کې اقبال رح زیږیدلای شې …

د اقبال لاهوري زده کړې

د تحصیل په دوران کی د خپل یوه استاد(میرحسن) د هڅولو وروسته ئې په شعر لیکلو او ویلو پیل وکړ، استاد ئې مخکي له ذهانت او لیاقت نه آګاه شوئ وو.

ښکلي هنرونه او په افغانستان کې یې اوسنی حالت

د دوولسم نه د فراغته وروسته د پوهنتون لپاره لاهور ته ولاړۍ، په پوهنتون کې ئې د پروفیسر آرنلډ سره وپیژندل، هغه دده استعداد ته په کتلو سره د لیکنو لارښوونه وکړه، اقبال رح هم یو کتاب تصنیف او یو انګریزي کتاب په اردو ژبه وژباړه، په ۱۹۰۵م کې د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته ولاړۍ او په نړیوال کیمبرج پوهنتون کې شامل شو، د هغه وروسته ئې د جرمني په میونخ پوهنتون کې د PHD ډګري تر لاسه کړه. څه موده ئې د لاهور په اورینټل عالي لیسه کې تدریس وکړ خو په دغه موده کې ئې و کالت پیل کړ، د وکالت سره سره ئې شاعري هم کوله.

په ۱۹۲۲م کې د حکومت له لوري د سر Sir لقب ورکړل شو او په ۲۱ اپریل ۱۹۳۸م کې وفات شو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button