ټاکنې څه ته وایي؛ کله او چیرې پیل شوې؟
په افغانستان کې په انتخاباتو د ولس باور يو څه زيانمن شوی و، علت يې هم د تېر جمهوري نظام وروستي خراب انتخابات ياديږي؛ موږ نن د انتخاباتو په اړه تاريخي مالومات درسره شريکوو
انتخابات د سياست په قاموس کې د اولس لخوا د نمايندګانو ټاکلو ته وايي چې بيا له دې استازو نه د ادارې په چوکاټ کې ولسي جرګه او مشرانو جرګه جوړيږي او بيا د هر هېواد له سياسي سيستم سره سم يا دا جرګه په خپله حکومت جوړيږي او يا يوازې پر جوړ شوي حکومت څارنه کوي.
مطلقه او خپل چاري حکومتونه ډېر لرغوني دي چې په خپله استبدادي خوښه به يې پر خلکو حکومت کاوه او څه به يې چې غوښتل همغسې امرونه او حکمونه به يې چلول. د نړۍ بېلا بېلو ولسونو هڅه کوله چې د حکومتونو د مطلقيت مخنيوی وکړي او داسې لارې چارې رامنځته کړي چې ولس په خپل برخليک ټاکلو کې برخه واخلي.
د ولس په برخليک ټاکلو کې د برخې اخيستلو لپاره يو هم د پارلمان او ولسي جرګې جوړيدل دي. په دې برخه کې لومړی ګام د اروپا يو کوچني هېواد ایسلینډ واخيست او په ۹۲۰ کال يانې له نن نه يو زر او نهه اتيا کاله وړاندې يې په خپل هېواد کې انتخابي پارلمان يا ولسي جرګه جوړه کړه او بيا د ديارلسمې ميلادي پيړۍ په منځ کې په انګلستان کې پارلمان رامنځته شو چې تر اوسه دوام لري.
د نړۍ په هېوادونو کې دوه ډوله پارلماني حکمتونه موجود دي چې ځينې يې يو مجلس لري او ځينې يې دوه مجلسونه چې موږ یې يوه ته ولسي جرګه او بل ته يې مشرانو جرګه وايي.
په افغانستان کې د ټاکنو مخینه
په افغانستان کې انتخابات ډېر لرغونی تاريخ لري، هغه وخت چې د هېواد په شمال کې آريايانو د مالدارۍ ژوند کاوه او د بلخ او شاوخوا سيمو په دښتو کې خواره وو يو انتخابي ټولنيز ژوند يې تنظيم کړی و، د دوی په په دې اجتماعي نظام کې کورنۍ د ټولنې بنسټ و چې پلار پکې د خوراک د تهیه کولو او مور د هغه د مساوي او عادلانه رسولو مسووله وه او دې تشکيل ته «کولا» يا «کهول» ويل کېده. ورپسې جوړښت «ګوترا» نومېده، په دې کې به د قبيلې هغه کورونه را يو ځای وو چې ګډ اغېل يانې شپول به يې درلود او څاروي به يې په ګډه پکې درول. چې ورپسې ګوشتي او بيا ګرام منځته راغلل.
په دې ترتيب د آريانا د مالدارۍ او کوچياني دورې په تشکیلاتو کې له لاندې نه په پورته، ټول ټولنيز جوړښت په انتخاباتو ولاړ و او خلکو به د همدې ټاکلو مشرانو له ارادې سره سم ژوند کاوه.
دغه تاريخ ته په کتو د انتخاباتو تاريخ په افغانستان کې تقريبا څلورو زرو پخواني حالت ته رسيږي.