سیاست

پاکستان: موږ د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته ۲.۴۱ میلیارد ډالره صادرات کړي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو، افغانستان او آذربایجان سره د پاکستان دوه اړخیزه سوداګري ۲.۴۱  میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده، چې دا د تېر مالي کال (۱.۹۲ میلیارده ډالر) پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د ایکسيریس تریبیون د راپور له مخې، دغو هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو کچه ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې واردات ۶۴۱ میلیون ډالره ثبت شوي دي. دا د ۲۰۲۴ مالي کال پرتله څرګند زیاتوالی دی، ځکه چې هغه مهال صادرات یوازې ۱.۳۴ میلیارده او واردات ۵۸۱ میلیون ډالر و.

افغانستان لا هم د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک پاتې شوی، چې صادرات یې ۱.۳۹ میلیارده ډالرو ته او واردات یې ۶۱۲.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

قزاقستان هم د پاکستان لپاره د پام وړ شریک په توګه څرګند شوی، چې د پاکستان صادرات دې هېواد ته ۲۵۰.۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي.

ازبکستان ته بیا د پاکستان صادرات د ۹۱.۴ میلیون ډالره او له دې هیواده واردات ۲۰.۳ میلیون ډالره وو.

نورو هېوادونو لکه قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او آذربایجان ته د پاکستان د سوداګرۍ اندازه کوچنۍ خو ثابته وه.

د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان راکړه ورکړه د افغانستان له لارې شوې ده. پاکستان په داسي حال کې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان له لارې په خپلو صادراتو کې د زیاتوالي راپور ورکوي چې په یاده موده کې یې په ځلونو د افغانستان د صادراتو او ترانزیت مخه نیولې او افغانستان ته د ملیونونو ډالرو زیان اړولی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button