پاکستان کې افغان پانګوال خپله پانګه افغانستان ته لېږدوي
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
په پاکستان کې میشتو یو شمېر افغان سوداګرو او صنعتکارانو اعلان کړی چې دوی هوډ لري خپلې پانګې، تجهیزات او ماشینونه بېرته افغانستان ته ولېږدوي. دا پرېکړه په اسلام اباد کې د هېواد د کډوالو له اتشې سره په یوه ځانګړې ناسته کې شوې، چې د افغانستان د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ناسته د سوداګرو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ګډونوالو په پاکستان کې د خپل استوګنې د وضعیت او اقتصادي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې. سکندر، چې یو له دغو افغان سوداګرو څخه دی، په دې لیدنه کې وویل: “موږ غواړو خپلې پانګې، ماشینونه او تولیدي تجهیزات هېواد ته ولېږدوو، خو تمه لرو چې دا بهیر د یوې روښانه او قانوني کړنلارې په چوکاټ کې اسانه شي.”
په ځواب کې، په اسلام اباد کې د هېواد د کډوالو اتشې سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې په پاکستان کې د افغانستان دیپلوماتیکه استازیتوب د کډوالو، په ځانګړې توګه د سوداګرو او صنعتکارانو، وضعیت په جدي توګه څاري. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ یو ګډ کمېټه جوړه شوې چې هره اونۍ د ستونزو د حل لپاره ناستې کوي.
د سوداګریزو سرچینو د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې په سلګونو کوچنۍ او متوسطه تولیدي کارخونې او شرکتونه د افغان سوداګرو لخوا د پاکستان په کراچۍ، لاهور او اسلام اباد ښارونو کې فعال وو. خو په پاکستان کې پر افغان کډوالو د امنیتي، اقتصادي او قانوني فشارونو په زیاتېدو سره، هېواد ته د پانګې د لېږدولو لېوالتیا زیاته شوې ده. ځینو پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې لسګونه سوداګریزو شرکتونو په تدریجي ډول خپل تجهیزات له پاکستان څخه ایستلي او یو شمېر نور یې په ننګرهار، هرات او کندهار ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو د لېږدولو پر شرایطو غور کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې که چېرې دا بهیر په سمه توګه مدیریت شي، هېواد ته د کډوالو پانګوالو راستنېدل کولای شي د کورنیو تولیداتو په وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او پر وارداتو د تکیې په کمولو کې یو اغېزمن ګام وي. د کارپوهانو په وینا، د یو خوندي حقوقي فضا رامنځته کول، د پانګې د لېږد په بهیر کې اسانتیاوې، او له تولیدونکو څخه رښتینی ملاتړ کولای شي د دې بهیر په ګړندي کولو کې مرسته وکړي. څېړنې دا هم ښيي چې په پاکستان کې قانوني ننګونې او بانکي محدودیتونه هېواد ته د پانګې د لېږد یو له اصلي هڅوونکو عواملو څخه ګرځېدلي دي.