سیمه ییز خبرونه

پاکستانۍ رسنۍ؛ وسله والو په بلوچستان کې ۷ کسان وژلي دي

راپورونه وايي، د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې وسله والو ۷ کسان وژلي دي

پولیس وایي، د بلوچستان په پنجګور سیمه کې وسلوالو اووه کسان وژلي خو عاملین یې تر اوسه نه دي نیول شوي.

د پنجګور د پولیسو اېس پي فاضل شاه بخاري خبریالانو ته وویل چې پېښه د سېپټېمبر پر ۲۸مه ماښام مهال په خدابادان سیمه کې شوې ده چې پکې د پنجاب صوبې د ملتان ضلعې اووه مزدوران وژل شوي او یو ژوبل دی.

دی وايي، د پولیسو او اېف سي ځواک سرتېرو تر حملې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

په پنجګور کې د مزدورانو د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

یادې پېښې ته د پاکستاني چارواکو غبرګونونه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې نوټس اخیستی او له پولیسو یې راپور غوښتی دی.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې شوې دي، چې اکثر پکې مزدوران او امنیتي سرتېري په نخښه کېږي. له هغو څخه یې د ډېریو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې ده.

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

سږ کال د اګست پر ۲۶مه د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې خونړي بریدونه شوی ول چې پر مهال یې وسلوالو له موټرو او بسونو څخه مساپر، چې اکثریت یې د پنجاب اوسېدونکي ول، ښکته کړل، شناختي کارډونه یې ولیدل او و یې وژل. په هغو همغږو شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل شول. د هغو بریدونو ذمه واري بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بې اېل اې) منلې وه.

پر پاکستاني نظامي غړو بریدونه

وسلوالو ادعا کړې وه چې هغه کسان په اصل کې د سرحدي ځواک او استخباراتو غړي ول خو د خپلې دې دعوې د ثبوت لپاره یې شواهد نه ول وړاندې کړي.

بې اېل اې تر هغې یوه ورځ مخکې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې په حملو کې ۱۴ سرتېري هم وژلي ول. د پاکستان پوځ هغه مهال دعوه کړې وه چې په عملیاتو کې یې ۲۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

afghan 2024 09 30t112717.361

وزیراعظم شهباز شریف د اګست ۲۵مې او ۲۶مې تر پېښو وروسته د وفاقي کابینې غونډې ته ویلي ول چې “ترهګري” ختموي او د ملک له “دښمنانو” سره هېڅ خبرې اترې نه کوي.

وفاقي حکومت د بلوچستان تر حملو وروسته د ترهګرۍ ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې له بدلون سره په هغه صوبه کې پوځ او امنیتي ادارو ته د ځانګړو واکونو ورکولو پرېکړه وکړه چې ورباندې سېنېټرانو او د بشري حقونو کمېشن نیوکې وکړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button