نړیوال خبرونه

پر سرپرست حکومت د بندیزونو په لرې کولو د اسلامي امارت ټینګار

د  سرپرست حکومت پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د څارونکي ډلې د ماموریت له غځېدو وروسته، اسلامي امارت وایي، نړۍ باید د افغانستان پر اوسني حکومت د بندیزونو له لګولو لاس واخلي. 

د اسلامي امارت ویاند

د اسلامي امارت ویاند وایي، د دې وخت رارسېدلی چې ستونزې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي: «زما په نظر د دې وخت رارسېدلی چې خنډونه باید کم وي او مسایل باید د ډېپلوماټیکو او خبرو اترو له لارې حل شي او د افغانستان له خلکو سره مرستې او همکارۍ وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د اسلامي امارت او د هغه د اړوندو بنسټونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د څارونکې ډلې مسوولیت تر راتلوکي یوه کاله غځول کیږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړه‌لیک په یوې برخه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه سازمان د منشور د اوومې مادې پربنسټ، پرېکړه کړې ده، چې په طالبانو پورې د اړوند کسانو، ډلو شرکتونو او ادارو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د څارونکې ډلې ماموریت تر یوه بل کاله وغځوي.

نور یی ولوله | د شکرې په کچه کې ناڅاپي کموالی، نښې نښانې، لاملونه او درملنه یې

نور یی ولوله | په تېرو نهو میاشتو کې هېواد ته د څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل

بل خوا، د اقتصاد وزارت مسلکي معین د اسلامي امارت پر وړاندې د بندیزونو دوام د هېواد د اقتصاد په زیان ګڼي. د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: «د افغانستان د خلکو پیسو کنګلولو او بندیزونو د افغانانو پر ژوند منفي اغېزه کړې ده. اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لېرې کړای شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: «بندیزونه او تحریمونه په نړیوالو اصولو او نړیوالو تجربو کې حل نه‌دی، پکار دا دی چې د افغانستان حکومت، نړۍ او د بشر حقونه سازمانونه په‌دغه برخه کې ګډ کار وکړي او اندېښنې رفع کړي. 

د سیاسي چارو شنونکی محمد خالد مصلح وايي: «کوم کسان چې د اسلامي امارت په راس کې دي او قیودات پرې لګول شوي، دوی له نړیوالو د ملت حق او حقونه غواړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې ده، چې د دغه نوي پرېکړه لیک مادې په کره توګه وڅېړي او تمه کېږي چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ملاتړ لپاره هم ځيني اصلاحات پکې راولي

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button