Uncategorized

پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

ایران، حزب الله او د یمن حوثیانو دغه کار د اسرائیلو د استخباراتو عمل بللی دی

په دې چادونو کې په زرګونو کسان ټپیان شوي هم دي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی، خو حزب الله ګواښ کړی چې له اسرائیلو به ددغه برید غچ واخلي.

د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د حزب‌الله غورځنګ “سلګونه” غړي د پېجرونو په چاودنو کې ټپي شوي دي. دغه پېښه سې شنبې (۱۷ سپټمبر) رامنځ ته شوې دي.

د لبنان روغتیا وزیر ویلي، لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپيان دي. د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د پیچر په چاودنه کې د ایران د سفیر ټاپي کېدل

ایرانۍ رسنۍ وايي، بېروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.

حزب الله منلې چې په وژل شویو کې دوه د دوی غړي او یوه کوچنۍ نجلۍ ده.

بلخوا د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، په سوریه کې هم د حزب‌الله د وسله والو پېجرونه چاودلي دي.

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

نور ولولئ: هکرانو افغانستان کی فیسبوک کارکونکی په نښه کړی

د لبنان بېلابېلو سیمو کې له ځینو روغتونونو د خلکو د هلې ګولې تصویرونه خپاره شوي دي.

اټکل دا کېږي چې ښايي‌ د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.

د ایران غبرګون

حزب الله ته نژدې یوې امنیتي سرچینې اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د دوی په اند اسرائیل د حزب الله د غړو پر وړاندې د فېجرونو چاودنو کې لاس لري.

afghan (56)
پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو بريدونو په غندلو سره د دې پړه پر اسرائیلو اچولې ده. د دغه وزارت وياند وايي،”په لبنان کې د نن ورځې ترهګریز عملیات د صهیونیستي رژيم او د هغوی د لاسپوڅو له خوا ترسره شوي چې د ټولو اخلاقي او انساني اصولو، نړيوالو حقونو په ځانګړې توګه د نړيوالو بشردوستانه حقونو خلاف دي.”

پیچر څه ډول مخابراتي دستګاه ده؟

پیجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډلیکلی متن او غږیز پیغام ور استول کېدای شي.

پېجرونه لومړی ځل په ۱۹۵۰مه او ۶۰مه لسیزه کې جوړ او خدمت ته وړاندې شول.

هر پېجر د تېلفون په څېر خپله ځانګړې شمېره لري.

د کیودو خبري اژانس د رپوټ له مخې تر ۱۹۹۶ کال پورې جاپان کې یوازې توکبو شرکت ۱ اعشاریه ۲ میلیون کسانو ته د پېجر په وسیله د لنډلیکلي پیغام یا مسج استولو خدمت وړاندې کاوه او په ټول جاپان کې یې د کاروونکو شمېر ۱۰ میلیونه کسانو ته رسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لبنان په بریدونو ناخبري وښوده او یې ویل، دوی ته په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button