نړیوال خبرونه

په تېرو نهو میاشتو کې هېواد ته د څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل

په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې اووه سوه زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر مياشتې پورې څه باندې ۶۶۰ زره افغانان له ايران او تر ۶۶ زره ډېر له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق

د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق لیکلي: «د روان کال له جنورۍ تر اوکتوبر پورې څه باندې ۶۶۰ زره افغانان له ایران او څه باندې ۶۶ زره نور یې له پاکستانه بېره افغانستان ته ستانه شوي دي. موږ په سرحدي سیمو کې په کمپونو کې له بشري چارو ملاتړ کوو؛ څو ورسره دغو بېرته ستنېدونکو کورنیو لپاره صحي او نور ورته خدمات برابر شي. 

نور یی ولوله | د چاپېریال ساتنې ملي اداره: په تېره یوه میاشت کې هوا ککړه شوې

نور یی ولوله | اروپايي ټولنه: مېلیونونه افغانان په بشرپاله مرستو متکي دي

افغانان 

له دې سره سم، هغه افغانان چې له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي وايي، دا چې په هېواد کې کار نه‌شته؛ نو خپلو راتلونکو ته اندېښمن دي. راستون شوی محمد عالم وايي: «څلور پنځه ځله په همدې بدمرغۍ کې ایران ته لاړم، نه ډوډۍ راکوي، نه اوبه داسې وهل ورکوي چې تر اوسه پورې یې داغ زما په اوږو کې پاتې دی

راستون شوی حشمت‌الله زیاتوي: «زموږ غوښتنه همدا ده چې حکومت خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، یو کار دې وټاکي چې خلک خپل ژوند پرې تېر کړي، موږ نه شو کولای په‌دې بدمرغۍ کې دلته پاتې شو. 

راستون شوی روح‌الله وايي: «زه چې مرز شوم نیمروز ته راغلم، یوه افغانۍ راسره نه وه، دلته مې ماما ته وویل چې راته ټکټ وکړي او کابل ته پرې لاړ شم. د ویلو ده چې تېره اوونۍ د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره په تهران کې  د افغانستان، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د استازو په ګډون یوه څلور اړخیزه غونډه هم جوړه شوه

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button