اقتصاد او سوداګري

په تېرو ۳ میاشتو کې د ۶۶۹ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان صادرات

اړوند مطالب:

څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟

په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

د طالبانو د حکومت ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې په هېواد کې د ۶۶۹،۷ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

یاده اداره وایي، چې دغه راز یې په یاده موده کې د ۳میلیارده او ۲۵۴،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي،چې په صادراتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۴٫۹ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی او واردات هم د ۱ میلیارد او ۷۵٫۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیات شوي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې په تېرو دریو میاشتو کې وچه او تازه مېوه د صادراتو په ډله کې د ۳۲۱٫۹ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه راز ورپسې د ۷۹٫۳ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي، د ۶۷٫۳ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي او د ۳۵٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي بهر ته صادر شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button