نړیوال خبرونه

په دوو ورځو کې نږدې پنځه زره تنه افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي تېرو دوو ورځو کې ایران ته تللي نژدې پنځه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي طالبان وايي چې له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کوي

د چارواکو په وینا د دې کډوالو افغانانو یو شمېر په خپله خوښه افغانستان ته راغلي، خو ځینې نور یې بیا له ایرانه شړل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب ويلي چې د کب میاشتې پر ۲۲ مه او ۲۳ مه نېټه له ایرانه ۴۹۷۶ افغانان هېواد ته ستانه شوي چې په وینا یې نږدې ۲۴۰۰ افغانان په اجباري ډول له ایرانه افغانستان ته استول شوي دي.

نور ولولئ: ترکیه کې د افغان کډوالو حال

نوموړی زیاتوي له ایرانه شړل شوي ډېری افغانان هغه کسان دي چې غوښتل یې د ایران له لارې په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته لاړ شي خو ایراني ځواکونو نیولي او اوس بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

ښاغلی عبدالمطلب په نورو هېوادونو کې د چارواکو لخوا د تنګولو تر څنګ د سیمې په هېوادونو کې د بیو لوړوالي له کبله د کوچنیو کاروبار لرونکو افغانانو زیانمېدل او په هېواد کې د پخوا په پرتله د امنیت ښه کېدل هم له هغو لاملونو بولي چې له کبله یې ډېری افغانان بیرته هېواد ته ستنېږي.

طالبانو په غیر قانوني ډول ایران ته پر اوښتلو بندیز لګولی و

په وروستیو کې له غیر قانوني لارې ایران ته پر تګ د طالبانو له بندیز سره سره ګڼ شمېر افغان کډوال په ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم له همدې لارې نورو هېوادونو ته د غیر قانوني سفر لپاره ایران ته سفر کوي.

له دې دوې ورځې مخکې (د کب په ۲۰مه) د ایران په شیراز ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو ایرانی موټر چلوونکی د نهه تنه افغان کډوالو په ګډون ووژل شول.

نور ولولئ: له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند په اړه د بهرنیو چارو وزارت نیوکې

د تېر کال په اګست کې په ایران کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان نوي ایران ته کډوال شوي دي.

د یونیسف استازې ډاکټر رابین ناندي اټکل کړی، چې د تېر کال له اګست میاشتې مخکې په دغه هېواد کې له دوو تر درې میلیونو افغان کډوال اوسیدل چې له نویو هغو سره یې شمېر څلورو میلیونو ته رسېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button