ټکنالوجي

په راتلونکو دوو کلونو کې به بریتانیا کې پر سړکونو بې‌ډرایوره موټرو تګ ته اجازه ورکړل شي

دغه بې‌ډرایوره موټرو ته به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پر سړکونو د تګ او چلېدو اجازه ورکړل شي

نړۍ په دې هڅه کې ده چې د پرمختللي ټکنالوژي په واسطه ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې کړي او ددې تر څنګ د چاپیریال ساتنې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

نړۍ اوس د ټکنالوژۍ په برخه کې هېښوونکې پړاو ته نږدې شوي او لا نوره هم هڅه کوي چې نوي نوښتونه په کې رامنځته کړي.

بریتانیا هم د ټکنالوژۍ په برخه کې مخکښه ده

د بریتانیا د ټرانسپورټ وزارت وايي چې دا بې‌ډرایوره موټر به د چا پام ته اړتیا ونه لري او بغیر له پامه به چلېږي، خو ددې لپاره مهمه ده چې د بریتانیا پارلمان قوانین جوړ او تصویب کړي. یاد وزارت زیاتوي چې دا قوانین به د ۲۰۲۴ کال تر پایه نهايي او تصویب شي.

د دغه هېواد ترانسپورت وزیر مارک هارپر ویلي، د دې موټرو لرونکي به ‌پرته له دې چې پخپله موټر وچلوي، له یوه ځایه بل ځای ته سفر پکې کولی شي.

نور ولولئ: نیسان کمپنۍ بریتانیا کې د برښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کوي

نور ولولئ: ولې د افغانانو ټویوټا کرولا موټر ډېر خوښیږي؟

تېره میاشت بریتانیا لویو لارو ته د بې ډرایوره (اتومات) موټرو د را ایستلو لپاره د نویو قوانینو جوړولو یو لړ پلانونه اعلان کړل.

د حکومت منتقدین څه وايي؟

خو منتقدین د حکومت د دې پرېکړې په ځواب کې وايي، که دا ټکنالوژي لا هم کارونې ته چمتو نه وي ښايي را ایستل یې د ترافیکي پېښو زیاتېدو لامل شي. ښاغلي هارپر دا هم ویلي، چې ښايي د ۲۰۲۶ کال په پیل کې خلک د دې بې ډرایوره موټرو ځینې عناصر او پرزې هم ولیدلی شي چې د داسې موټر چلولو ظرفیت لري.

هغې ټینګار وکړ، چې دا موټرې به ورو ورو بازار ته راووځي، دا په فرد پورې اړه لري چې غواړي ویې کاروي که نه.

نوموړي ترافیکي پېښو ته اشارې وکړه، چې لامل یې په ترافیکي قوانینو کې د موټر چلوونکو بې غوري یاده شوې.

هغه وايي: “د دې موټرو په کارولو سره به د سړکونو خوندیتوب زیات شي، دا نه یوازې مساپر او موټر چلوونکو لپاره ګټور دی بلکه پلي کسانو، بایسکل چلوونکو او د نورو زیانمنو کسانو د خوندیتوب لپاره هم ښه دی.”

نور به د ۲۰۲۶ کال په اخر کې معلومېږي چې دا بې‌ډرایوره موټر تر کومې کچې کامیاب او خلک ورڅخه راضي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button