چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي(د اتلانو جام) سیالۍ نن چهارشنبه د ( کب لومړۍ نېټه) پیلېږي، او د دغه جام لومړۍ لوبه نن د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې د کراچۍ ښار په «نېشنل بانک» لوبغالي کې ترسره کېږي.
د لوبې ټاس پاکستان ګټلی، خو دوی د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
د نیوزیلانډ په وړاندې د پاکستان د لوبغاړو په خپاره شوي نوملړ کې د بابراعظم، فخر زمان، شکیل، طیب طاهر، فهیم اشرف، کامران غلام، خوشدل شاه، سلمانعلي اغا، محمد رضوان، عثمان خان، ابرار احمد، حارث رووف، محمد حسنین، نسیم شاه او شاهین افریدي شامل دي.
له دې سره بیا د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې د کېن ویلیمسن، مارک چاپمن، راشین راوینډا، وېل یانګ، ډارېل مېچېل، ګلېن فېلیپس، مایکل براکوېل، مایکل سانټنېر، ناټن سمېټ، ډیون کانوې، ټام لټام، جاکوب ډوفي، کلېل جامیسون، لوکي فېرګوسن، مت هېنري او وېل او رورکي دي.
باید وویل شي چې د دغه جام دویمه سیالي سبا د هند او بنګله دېش لوبډلو او درېیمه هغه یې بیا د جمعې په ورځ د فیبروري په ۲۱مه د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ ده.
د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ د ملي لوبډلې د لوبغاړو انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، چې افغان اتلانو د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړل.