چین به افغانستان کې د موټر جوړولو پر فابریکې ۵۰میلیونه ډالره پانګونه وکړي

اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې یو چینایي پانګوال په افغانستان کې د موټرو جوړولو فابریکې د فعالولو لپاره ۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي.
دا پروژه به د چین د موټرو جوړولو شرکت «ډونګ فنګ ایډي موټروز» لخوا پلي شي. د دې چینایي شرکت استازو پرون (دوشنبه، د می ۱۵مه) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد سره په یوه کتنه کې د دې پروژې پلان وړاندې کړی دی.
د دغه چینايي شرکت استازو ویلي چې دا پروژه به په دریو نیمو کلونو او په څلورو مرحلو کې بشپړه شي. دا تولیدي فابریکه به د ګړندي تګ لرونکي موټرو ترڅنګ بار وړونکي موټر او امبولانسونه هم تولید کړي.
د شرکت استازو دا هم ویلي چې په دې پروژه کې د ۵۰ میلیون ډالرو پانګونې سره به د شرکت ظرفیت په کال کې د ۲۰۰۰ موټرو تولید ته ورسیږي، او ټینګار یې کړی چې په دې سره به په افغانستان کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره شي.
په دې کتنه کې مولوي احمدالله زاهد د دې پروژې لپاره د اسلامي امارت پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د دې پروژې د بریالي تطبیق لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.