چین مصنوعي ځیرکتیا په وسلو کې کاروي
په دې ورځو کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه تاوده خبرونه خپریږي خو خطرناک ډول یې دا دی چې په وسلو کې هم وکارول شي
د چین هېواد څېړونکي وايي چې د نوي زمانې هوايي جګړې چې مصنوعي ځیرکتیا به په هغوی کې پوره لاس ولري، ورو ورو د پېښېدو په حال کې دي. څېړونکو په یوه ازمایښت کې دوې جېټ ښکاري الوتکې چې یو شان مشخصات یې درلودل، وکارولې چې یوه یې د مصنوعي هوښ په واسطه (له هواباز/پیلوټ پرته) او بله یې د انسان پیلوټ له خوا رهبري کېده.
مصنوعي ځیرکتیا اوسمهال یوازې په شطرنج کې انسانان نه ماتوي. د چین پوځي څېړونکي ادعا لري چې یوې ښکاري الوتکې چې د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه کنترولېده، په لومړي ځل یې وکولی شول چې د DogFight په هوايي آزمایښتي عملیاتو کې چې په یوه نیمه دقیقه (۹۰) ثانیو کې ترسره شول، یو انسان هواباز ته ماتې ورکړي.
د SCMP د راپور له مخې، د محاسبو په ترسره کولو کې د مصنوعي ځیرکتیا لوړه او چټکه وړتیا کولی شي چې په دې سیالۍ کې انسانانو ته ماتې ورکړي. د دې څېړنې څېړونکو ویلي دي چې مصنوعي هوښ کولی شي چې د جګړې د پرمختللي شکل کره وړاندوینه وکړي.
نور ولولئ: مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي
نور ولولئ: CHATGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟
د چیني څېړونکو په وینا: مصنوعي هوښ چټک غبرګون ښيي او په خپل کار کې وروسته والۍ او سستي نه پېژني!
که څه هم په دې برخه کې ننګونې شتون لري خو د پوهانو په اند دې تجربې وښودله چې د مصنوعي ځیرکتیا نوښت کولی شي چې په هوايي برخه کې هم وکارول شي. د چټک غبرګون او خپلسري پرېکړې وړتیا ته په کتو سره دا الوتکې کولی شي چې له انسانانو څخه هم ښه کار وکړي.
سربېره پر دې، له دې وروسته به د ځینو ستونزو لکه د اکسیجن د کموالي له امله د مرګ ژوبلې اندېښنه هم له منځه لاړه شي.
یوازې چین نه دی چې غواړي مصنوعي ځیرکتیا په هوايي ځواک کې شامله کړي، له دې مخکې امریکا هم دې ته ورته پروژه پیل کړي وه چې د Heron Systems پورې اړوند مصنوعي ځیرکتیا په واسطه یې وکولی شول چې د خپل ځواک یو هواباز ته ماتې پرې ورکړي.
دې پېښو ته په کتو، داسې ښکاري چې په هوابازۍ/پیلوټۍ کې د ښکاري الوتکو راتلونکی هم د بدلون په حال کې دی. هېوادونه د دې سیستمونو په کارولو سره کولی شي چې د انساني تلفاتو له مصرف پرته خپل عملیات ترسره کړي.
ځینې څېړونکي د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په اړه اندېښمن دي
په ۲۰۱۴ز کال کې مشهور انګلیسي فزیکپوه سټیفن هاکېنګ خبرداری ورکړی و چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ به د بشر په خیر نه وي او که چېرته کنترول نه شي دا به د بشر وروستی پرمختګ وي.
نوموړي په هماغه کلونو کې د ایلان ماسک او نورو مخکښو کسانو څخه چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې پانګه اچونه کړي وه، وغوښتل چې دا موضوع جدي وګڼي او د راتلونکو پېښو په اړه یې وړاندوینې ورته کړي وې.
اوسمهال جټ جي پي ټي باټ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې انقلاب رامنځته کړی دی چې د خلکو پوښتنو ته ډېر کره ځوابونه وکړي. ځینې څېړونکي د دې جټ باټ په اړه وايي چې دا به انسانان تنبل کړي او د خوارۍ په ځای به لنډه دې جټ باټونو ته مراجعه کوي.
دې او نورو موضوعاتو ته په کتلو سره په راروانه میاشت کې په ایټالیا کې د جټ جي پي ټي باټ په کارولو باندې بندیز ولګېد.