نړۍ خبرونه

چین کې درون واورین توپان د ۱۱۶ کالو ریکارډ مات کړه

 چین  چین

چین کې درنی واوری  چې په تېرو ۱۱۶ کالو کې ساري  نلری  د چین په ځینې شمال ختیځو سیمو کې واورین توپان د ځمکې پر مخ ریکارډ کچه واوره راورولې . دا سیمه له وړاندی  د برېښنا له کمښت سره مخ ده او د کورونو تودولو په اړه  خورا  اندیښمتن دی

د لیاونینګ ایالت په مرکزي ښار شینیانګ کې د ورېدلې واورې اوسط کچه ۵۱ سانتي مترو ته رسېدلې دولتي خبري اژانس ژنهوا په خپل رپور  کې ویلي د واورې دا کچه له ۱۹۰۵ کال رادیخوا  د بل هر وخت پرتله ډېره دهڅنګلوري ایالت داخلي منګولیا ځايي چارواکو دولتي ګلوبل ټایمز خبري سرچینی ته ویلي ناڅاپي واورین توپان تر ۵۶۰۰ پورې ځايي اوسېدونکي اغېزمن کړي او لږ تر لږه یو کس وژل شوی. د چین په شمال ختیځ کې د یخنۍ له دې سختې څپې سره چې

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

پر یکشنبه پیل شوه تر ۱۴ درجو پورې د تودوخې درجه ټیټه شوه. لیاونینګ ایالت کې د درنې واورې له امله ترافیکي تګ راتګ ټرانزیټ خراب  شوی او ځینې لویې لارې هم  تړلې پاتې له دانګدونګ او دالیان ښارونو پرته د نورو سیمو اورګاډو او بسونو تم ځایونه هم تړلي پاتې. د یادونې وړ  ده  چې د سږ کال په لومړیو کې دې سیمه کې د ډبرو سکرو بیعو له لوړېدو حخه  وروسته سیمه د انرژۍ له کړکیچ سره مخ وه  او اوس چارواکي وايي د کورونو تودلو  لپاره

د ډبرو سکرو نورې زېرمې ترلاسه کوي . چارواکو له ځايي سوداګرو غوښتنه کړی   چې د خوړو او نورو اړ توکو زېرمې زیاتې کړي چې د بیو لوړېدو مخنیوی وشي او د ا ستونزی حل کړی .

د چین وګړی دی ستونزی خورا اندیښنمن  کړی چی ژمی راروان دی او د خوړو او د خونو  تودولو  توکو بیعی خورا پورته شوی  او د بریښنا کمښت  ستونزه هم ده نو د حکومت نه مو غوښتنه داده چی دا ستونری په بیړه حل شی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button