نړیوال خبرونه

کابل کې د ښځو لپاره دایمي بازار پرانیستل شو

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کابل ښار کې د ښځو لپاره یو دايمي بازار پرانيسته. دغه خونه زیاتوي، په‌دې بازار کې دا مهال د ښځو لپاره ۴۰ هټۍ شته او په اوونۍ کې دوه ورځې د عامو خلکو پر مخ خلاصې وي.

د خونی سرپرسته: 

د دې خونې سرپرسته د دغه بازار جوړېدل د ښځو د لاسي صنایعو د پلور لپاره ګټور بولي او وایي، ښځو د سوداګرۍ په وده کې مهم رول لري. د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې سرپرسته ممتاز یوسفزی زیاتوي: «هر یو چې دلته راشي له دې نندارتون ننداره وکړي، پوهېږي چې دلته ښځې دي، دا ښځې زحمت ګالي او پلور کولای شي.

نور یی ولوله | هغه شپږ ډوله خوراکي توکي چې ژر نه هضمېږي؛ دا توکي د شپې لخوا مه خورئ

نور یی ولوله | نډ پرایس: له کابل سره د اړیکو پراختیا د هغوی د ژمنو عملي کولو پورې تړاو لري

سوداګرې مېرمن: 

دغه سوداګرې مېرمنې وایي، په تېر یو کال کې د دوی د توکو پلور کم شوی دی او د ښځو لپاره د نندارتونو او بازارونو جوړېدل د هغوی د توکو د معرفي کېدو لپاره ګټور دي. متشبثه حسینه مرادي وايي: «دا له موږ سره مرسته کوي چې خپل محصولات وپلورو او خپل توکي معرفي کړو

متشبثه ذکیه کریمي وايي: «له بل هر وخته اوس ښځې ډېر ملاتړ ته اړتیا لريپه دغه بازار کې څلوېښت غرفې او هټۍ د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي څو خپل لاسي صنایع پکې وپلوري. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، اوسمهال پنځه سوه ښځې په مستقیمه توګه او تر څلور زرو پنځه سوه زیاتې نورې ښځې په غیرمستقیمه توګه پر سوداګرۍ بوختې دي

 

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button