لوبې خبرونه

کرېکټ بورډ: شارجه کرېکټ لوبغالی د لوبې لپاره چمتو دی

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، شارجه کرېکټ لوبغالی په بشپړه توګه لوبې ته چمتو شوی دی

د لوبې لپاره د چمتوالي په موخه افغان لوبغاړي شارجې ته رسېدلي او هلته په تمرین کولو بوخت دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې شارجه کرېکټ ‏لوبغالی د سوېلي افریقا او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ لپاره په بشپړه توګه ‏چمتو دی.‏

نوموړي بورډ دوشنبه د وږي پر ۲۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو لوبډلو ‏ترمنځ لومړۍ سیالي به په ټوله کې ۲۵۰مه نړیواله یو ورځنۍ لوبه وي چې په ‏دغه تاریخي لوبغالي کې ترسره کېږي.‏

د شارجې لوبغالی

په خبرپاڼه کې راغلي، شارجه کرېکت لوبغالی د نړۍ یو پخوانی او تاریخي ‏لوبغالو دی چې ترټولو ډېرې یو ورځنۍ لوبې په‌کې ترسره شوې دي.‏

ورته مهال، افغان کرېکټ بورډ ویلي چې د هېواد ملي اتلان د سوېلي افریقا ‏پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو په موخه د تمریناتو پیل کړي او بشپړ چمتو دي.‏

د افغانستان او سویلي افريقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ سبا سې شنبه د سپتمبر په ۱۸مه پيلېږي.

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ:  راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

په دې لوبلړۍ کې ۳ لوبې کېږي، چې کوبه توب یې افغانستان کوي.

afghan (56)
راشد خان

د دې لوبو لومړۍ لوبه سبا د متحده عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د مازیګر په ۴:۳۰ بجو ترسره کېږي.

دغه راز دوهمه لوبه بیا د را روانې جمعې په ورځ، درېیمه د راروانې یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د افغان لوبډلې نوملړ:

حشمت شهيدي، رياض حسن، عبدالمالک، رحمن الله ګربز، رحمت شاه، درويش رسولي، اکرام عليخېل، ګلبدين نايب، محمدنبي، عظمت عمرزی، راشد خان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، بلا سميع او نويد ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې په دې نوملړ کې شامل دي.

د یادونې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربتوب په ‏شارجه کرېکټ لوبغالي کې کېږي د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه ‏پېل او د همدې میاشتې پر ۲۲مه به پای ته ورسېږي.‏

دا په داسې حال کې ده، تر دې مخکې د افغان ملي اتلانو او نیوزیلېنډ ملي لوبډلې ‏ترمنځ یوازینۍ یوازینۍ ټېسټ لوبه چې کوربتوب یې په هند کې د افغانستان په ‏غاړه و، د سختو ورښتونو له کبله لغوه او بې پایلې پای ته ورسېده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button