Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سپورټسیمه‌ییز

کرېکټ؛ هند لوبډله د چیمپینز ټرافي لوبو لپاره پاکستان ته نه ځي

ای سي سي وايي، هند لوبډله به د چیمپینز ټرافي سیالیو کې خپلې لوبې د پاکستان پر ځای ‘بل هېواد’ کې کوي

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) مسوولین وايي، هند کرېکټ لوبډله به د راتلونکي کال چیمپینز ټرافي اتلانو جام سیالیو په ترڅ کې خپلې لوبې په یوه درېیم هېواد کې کوي.

پاکستان د اتو کرېکټ لوبډلو تر منځ د دې سیالیو کوربتوب کوي، چې د راتلونکي کال په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې به کېږي. له دې مخکې پاکستاني چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، هند کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته ویلي، چې لوبډله یې په دې سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر نه کوي.

د هند او پاکستان رقابت

د هند او پاکستان تر منځ سیاسي ترینګلتیا د دې لامل شوې، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې دواړو هېوادونو د نارینه وو له لویو نړیوالو سیالیو پرته له یوه بل سره دوه اړخیزه لوبه نه ده کړې او هندۍ کرېکټ لوبډلې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان ته سفر نه دی کړی.

د یادونې ده، چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې لومړی ځل دی، چې پاکستان د ۵۰ اوورنو د دې مهمو نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي.

نور ولولئ: د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

نور ولولئ: افغانستان کرېکټ نړیوال ستوری راشد خان یو ځل بیا د ښو بالرانو د جدول په سر کې

د ای سي سي له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي دي: ”د هند او پاکستان تر منځ به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو تر منځ هره هغه لوبه چې د کوربتوب حق یې له دې دواړو هېوادونو نه یوه سره وي، په یوه داسې لوبغالي کې کېږي، چې د یوه اړوند هم نه وي.”

راتلونکی کار او ښځینه نړیوال جام

په دې کې د راتلونکي کال چیمپینز ټرافي، د راتلونکي کال ښځینه نړیوال جام چې هند یې کوربتوب کوي او د ۲۰۲۶ کال ۲۰ اووریزو نړیوال جام سیالۍ هم شاملې دي، چې هند او شري لنکا یې شریک کوربتوب کوي.

د همدې فارمولې له مخې به د ښځینه کرېکټ لوبډلو د ۲۰۲۸ کال د ۲۰ اووریزو نړیوال جام هند او پاکستان تر منځ سیالۍ هم په یوه بل (بې طرفه) لوبغالي کې کېږي، چې کوربتوب یې پاکستان کوي.

د چیمپینز ټرافۍ په راتلونکو سیالیو کې د پاکستان تر څنګ افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، نیوزیلنډ او سویلي افریقا لوبډلې ګډون کوي. ای سي سي چارواکي وايي، د سیالیو مهالوېش به ژر اعلان کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button