ګمرکونو کې لا هم فساد په اوج کې دی

ګمرکونو کې لا هم فساد په اوج کې دی.که څه هم له تېرې زیاتې مودې راپدېخوا د افغانستان په ګمرکونو کې د فساد په اړه ګڼو داخلي او نړۍوالو بنسټونو اندېښنه ښوولې وه او افغان حکومت یې په دې تورن کړی وو، چې د فساد په ځانګړي ډول ګمرکونو کې د فساد مخه نه نیسي،
دغه مسایلو په دې وروستیو کې سخت زور اخیستی دی. څو ورځې وړاندې د ماليې وزیر محمد خالد پاینده وویل چې هره ورځ په ګمرکونو کې میلیونونه ډالر حیف و میل کېږي او د دولت پر ځای شخصي جیبونو ته ځي، چې د ژورې اندېښنې وړ موضوع ده.په دې هکله ولسي جرګې هم سخت غرګون وښود او ویې ویل چې حکومت باید ژر تر ژره د دغه پراخ فساد مخنیوی وکړي، هغه څه چې حکومت تر اوسه نه دي کړي.
دولت که څه هم ویلي و چې ګمرکونو به خارجي شرکتونو ته سپاري خو هغه چاره تر اوسه نه ده عملي شوې او د پراخ فساد ادعاوې تر اوسه شتون لري.دا چې دغه فساد د چا او کومې کړۍ لخوا کېږي، بېلابېل اړخونه لري، خو په دې اړه د روڼتیا د څار بنسټ تازه څرګندونې کړې دي.
یاد بنسټ ویلي دي چې د افغانستان په ګمرکونو کې فساد په سیستماتیکه او پلان شوې توګه روان دی، ځکه خو مخه هم په اسانه نه نیول کېږي.د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ وایي چې د افغانستان تر ټولو ډېر عواید له ګمرکونو تر لاسه کېږي خو په دغه برخه کې هره ورځ میلیونونه ډالر حیف میل کېږي.

ددغه بنسټ مشر اکرام افضلي وایي په ګمرکونو کې فساد په سیستماتیکه او پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې ښکېل دي.دده پر وینا له امکاناتو سره سره افغان حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې ددې سیستماتیک لوټ او تالان مخه ونیسي.