ګوسان چینايي کمپنۍ: کونړ کې د برېښنا پر دریو بندونو پانګونې ته چمتو یو
د طالبانو واکمن رژیم خبر ورکړی چې یوه چینايي کمپنۍ پر کونړ سیند د برېښنا پر دریو بندونو پانګونې ته چمتو ده
د کونړ سیند اوبه پاکستان ته وړیا بهیږي او په دغه هېواد کې د کونړ له سیند د برېښنا د تولید تر څنګ ۵ لکه هکتاره زراعتي ځمکه خړوبوي. پاکستان په هېڅ ډول چمتو نه دی چې افغانستان دې د کونړ سیند اوبه مهار او ګټه ترې پورته کړي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، د ګوسان کمپنۍ د کنړ په بشل، ساګي او سرتاق بندونو کې د برېښنا تولید لپاره «پانګونې ته چمتو» ده.
د دغه وزارت وزیر عبداللطیف منصور ادعا وکړه چې د کونړ د بندونو په جوړولو سره به د «افغانستان برېښنا نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادره شي.»
د هوکړې لاسلیک ته د چین چمتوالی
د طالبانو د ابو او برېښنا وزارت د یکشنبې د (زمري اوومه) په ورځ وویل چې عبداللطیف منصور د یوې چینایي کمپنۍ له یوه چارواکي سره کتلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه شرکت چمتو دی، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي او بندونه جوړ کړي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د کونړ سیند د «بشپړې برېښنا د تولید» وړتیا لري.
نور ولولئ: امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه
نور ولولئ: د افغانستان ښکلي سیمې
نور ولولئ: خان اچکزی: که طالبان پر کونړ سیند بند جوړوي، نو داد دښمنۍ اعلان دی
پاکستان تر دې مخکې د طالبانو د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی و چې غواړي د کونړ پر سیند بند جوړ کړي.
د بلوچستان پخواني د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي شخړو » لامل شي.
د پاکستان پرضد دښمنانه عمل
جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پریکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی و.
اڅکزي ویلي و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي افغانستان د برېښنا له ستر ناورین سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا یوازې ۴۰ سلنه افغان کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.
افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردوي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان د کونړ سیند د مهارولو لپاره هر ډول تخریبي پلانونه پر لار اچوي، تر څو په افغانستان کې هېڅ حکومت ونه توانېږي چې پر یاد سیند بند جوړ کاندي.