Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

یوناما وايي د طالبانو لخوا په میرمنو د کار کولو بندیز غندو خو افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه کوو

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل فعالیت تر ارزولو وروسته د جمعې په ورځ، په افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه تکرار کړله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وروسته تر هغه په افغانستان کې د خپل فعالیت اروزونه پیل کړله چې طالبانو پدې نړیوال سازمان کې د میرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه.

نور ولولئ: امنیت شورا د یوناما ماموریت غځولی

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي یو ویاند فرحان حق چې ددې اروزنې په هکله یې خبریالانو ته مالومات ورکول وویل په افغانستان کې پاتې کیږي چې د سړیو، میرمنو او ماشومانو په استازیتوب مرستې ورسوي.

یوناما همدارنګه د مرستندویه ادارو او هیوادونو څخه غوښتي چې د دې ماموریت سره خپلې مرستې جارې وساتي

خو په عین حال کې په کابل کې یوناما په یوې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو لخوا د میرمنو په کار کولو بندیز غندلی او ویلي یې دي چې د هغوي دا کړنه زمونږ کار په جدي توګه کمزوری کوی چې اړمنو خلکو ته د رسیده ګۍ وړتیا پکې شامله ده.”

نور ولولئ: د یوناما مشره: طالبان د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼي او افغانانو ته زیان اړوي

د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي چې په افغانستان کې د خپل فعالیت په هکله یې د ګڼ شمیر افغان شریکانو، مدني ټولنو، میرمنو، غړیو هیوادونو او بسپنه ورکوونکو سره پراخې سلا مشورې کړي او دې نتیجې ته رسیدلي چې د ستونزو سره سره خپل فعالیت نشي بندولی.

په اعلامیې کې راغلي:” په هرې کچې چې امکان ولري د طالبانو اوسنیو چارواکو سره متمرکز، اصولي او رغنده تعامل جاري ساتو تر څو هغوي دا بندیز لیرې کړي او د ملګرو ملتونو او ټول پرسونل د خوندیتوب ډاډ ورکړي.”

د تیرې میاشتې بندیز څخه وروسته یوناما په افغانستان کې د خپلو ټولو نارینه او ښځینه مامورینو څخه غوښتي چې د خپلو کورونو څخه دې کار وکړي

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ځانګړي راپور ورکوونکي رچارډ بنیت او د هغې کاري ډلې مشرې ډوروتي استرادا- ټرانک چې د میرمنو او نجونو پر ضد تبعیض باندې کار کوي او اته ورځې یې په افغانستان کې تیرې کړي په افغانستان کې د بشري وضعیت په خرابیدو اندیښنه ښودلې.

نور ولولئ: د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د یوناما د نوې رییسې لیده کاته شوي

دوي په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي:” د جنس له مخې داسې سخت او بنسټیز شوی توپیري چلند مو ولید چې د نړۍ په هیڅ ځای کې ساری نلري او دا په ژوره توګه د افغانستان راتلونکې زیانمنوي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button