هنر او ادب

اجي دیوګن یو ځل بیا د فلم سنګم جوړولو ته چمتو دی

سنګم بیا

د بالیووډ مشهور اداکار اجي دیوګن یو ځل بیا د خپل فلم سنګم د بلې برخې جوړولو ته چمتو دی، چې دغه فلم به سنګم اګین نومېږي او ژر به یې شوټینګ پیل شي.

ترن آدرش

په دې وروستیو کې ترن آدرش، چې د فلم سوداګرۍ سره تړلی شخصیت دی، په خپل ټویټ کې تایید کړه چې اجي دیوګن به یو ځل بیا د سنګم تري لپاره د پولیسو یونیفورم اغوندي او د دغه فلم لړۍ نوی فلم به جوړوي هغه لیکلي چې اجي دیوګن او روهیت شیټي یوه بریالۍ جوړه ده، دوی په سنګم او سنګم ریټرنز کې هم یوځای کار کړی دی، چې هغه دواړه بریالي شوي و او اوس به یو ځل به ګډ کار وکړي

نور یی ولوله | بیلا حدید د نړۍ د تر ټولو سټایلیش شخصیت لرونکې وګڼل شوه

نور یی ولوله | د بالیووډ پنځه هغه اداکارانې چې لوړ قدونه لري

د سنګم دریمه برخه

ترن آدرش په ټویټر کې لیکلي او ویلي یې دي چې د سنګم دریمه برخه به سنګم اګین نومیږي، اجي دیوګن به د بهولا د شوټینګ له پای ته رسولو وروسته په سنګم کې کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې اجي دیوکن په دې وروستیو کې دریشم ټو فلم خپور کړ، چې له خپرېدو سم یې کامیابي ترلاسه کړه او د بالیووډ سینما چې له ډېره وخته یې لېدونکي نلرل، یو ځل بیا یې لېدونکي پیدا کړل

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button