هنر او ادب

بیلا حدید د نړۍ د تر ټولو سټایلیش شخصیت لرونکې وګڼل شوه

مشهور ماډل بیلا حدید

مشهوره ماډله بیلا حدید د نړۍ د تر ټولو سټایلیش شخصیت څښته وګڼل شوه، چې دغه ویاړ د بربتانوي مجلې جي کیو لخوا ور په برخه شو او د نړۍ سټایلیش شخصیت وګڼل شوه.

د دغه مجلې په وینا، ۲۶ کلنې سوپر ماډل بیلا حدید ته دا جایزه په هر ډول لباس کې د هغې د سټایل له امله ورکړل شوې ده. مجله وايي په بیلا حدید د نارینه او ښځو هر ډول جامې بیلا ښې ښکاري. مجلې ویلي، بیلا حدید د ډیرو نارینه وو په پرتله د نارینه وو جامې په ډول اغوندي، چې په همدې سبب هغه د نړۍ سټایلیش شخصیت نوموو.

نور یی ولوله | د بالیووډ پنځه هغه اداکارانې چې لوړ قدونه لري

نور یی ولوله | د اجی دیوګن نوی فلم

ماډلینګ

د یادولو وړ ده چې بیلا حدید د ۲۷ کلنې جي جي حدید خور ده او له ۱۶ کلنۍ راهیسې د ماډلینګ په نړۍ کې فعاله ده. همدغه راز بیلا حدید په فلسطین کې د اسراییلو بریدونو او ظلمونو په ګوته کولو له امله هم مشهوره ده.

د بیلا حدید

د بیلا حدید پلار انور حدید په فلسطین کې زیږیدلی و، چې وروسته په ځوانۍ کې امریکا ته ولاړ او هلته یې لوڼې بیلا، جی جي او زوی انور زیږیدلي او دوی ځانونه د فلسطیني نژاد بولي او بیلا حدید د لوړ عاید ماډل هم ګڼل کیږي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button