نړیوال خبرونه

اسراییل له رفح څخه د فلسطیني وګړو د ایستلو پلان لري

د اسراییلو پوځ پلان لري چې له رفح ښار څخه فلسطیني وګړي وباسي او په دې ښار کې ۱.۵ میلیونه وګړي دي

د اسرائیلو پوځ د غزې له سویلي ښار رفح څخه د فلسطیني ولسي وګړو د اېستلو پلان د حکومت، جنګي کابینې ته سپارلی دی.

دا وړاندیز وروسته له هغه شوی چې د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې د رفح په ښار کې د اټکل شوي یو نیم میلیون وګړو د وضعیت په اړه د نړیوالو له اندېښنې سره سره د پوځي بریدونو لپاره فشار راوړي.

اسراییلو د حماس د بشپړ ماتولو هوډ لري

ښاغلي نتانیاهو ټینګار وکړ، دا پوځي عملیات کولای شي چې د هغه هېواد په څو اونیو کې د حماس پر وړاندې “بشپړې بریا” ته ورسوي. نوموړي دا څرګندونې د هغه راپورونو تر خپرېدو وروسته کړي چې وايي، په پاریس کې نړیوال منځګړیتوب هڅه کوي، د جګړې د پای ته رسولو او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

rafa
د اسراییلو لومړی وزیر نتانیاهو

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د مخابراتو په برخه کې د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي، امریکا، مصر، قطر او اسرائيل د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د موقت اوربند، د موافقې د عمومي شرایطو په اړه تفاهم ته رسېدلي دي.

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

ښاغلي سلیوان ویلي، خبرې لا هم روانې دي او قطر او مصر باید له حماس سره په غیر مستقیم ډول خبرې وکړي.

هغه دا هم وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له هغه پلانه خبر نه دی چې له رفح څخه د غزې نورو سیمو ته له یو میلیونه زیات فلسطینی کډوال لېږدوي.

فلسطیني ماشومان د خوړو پیدا کولو هڅه کوي

۱۱ کلن محمد زرب هر سهار د غزې جنوبي ښار رفح ته د دې دندې ترسره کولو لپاره ځي.

هغه یو لویه پلاستیکي کڅوړه اخلي او ښوونځیو ته ځي، چې اوس د کډوالو په مرکزونو بدل شوي دي. د سړک غاړې لنډمهاله کمپونه چېرې چې خلک، که څه هم د اسرائیلو او غزې جګړې څخه د هغه د کورنۍ په څېر رنځېږي، خو ښايي د دغو پردیو ماشومانو د تغذیې لپاره یو څه ولري.

rafa1
د جګړې به ډګر کې د فلسطینیانو ژوند

محمد دغه راز روغتونونو ته هم ځي، چې هره ګړۍ ټپيان ورته راوړل.

هغه وايي: “کله چې زه دا خواړه خپلې کورنۍ ته راوړم، دوی خوشحاله دي او موږ ټول یې یو ځای خورو.” خو “کله ناکله زه تش لاس ځم او د خواشینۍاحساس کوم.”

محمد د خپلې کورنۍ تر ټولو مشر ماشوم دی او له خپل مور، پلار او وروڼو سره له پلاستیک او ترپالونو جوړ شوي یوه کور کې ژوند کوي.

دا یوازې د یوه فلسطیني ماشوم ژوند دی، خو له دې په قیاس اکثره فلسطینیان سخت ژوند لري او د اسراییلو له بریدونو سره له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button