ځایی
رجحان

اسلام اباد ته د طالبانو غبرګون: د افغانستان خاوره چاته ګواښ نه ده

طالبانو د اسلام اباد پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، افغانستان کې ترهګریز ګواښونه نشته

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دوراني له یوې پاکستانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو، چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ په څېر به له افغانستانه یو ځل بیا درنه حمله کېږي، ځکه د اسرائیلو او فلسطین، د اوکراین او روسیې جګړې له نړۍ افغانستان له پامه غورځولی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو خبرو په غبرګون کې وویل؛ افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکول

حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي؛ هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې اصف دراني خبرداری ورکړ، چې ښایي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.

نور ولولئ: طالبان نن (اګست ۱۴مه) واک ته د رسېدو کلیزه نمانځي

نور ولولئ: جان بولټن له بایډن ادارې سره باید له افغانستانه د وتلو حساب وشي

هغه وویل، نړۍوالو افغانستان هېر کړی، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې «داعش د سیمې او نړۍ لپاره یوه لویه ننګونه ده.»

د طالبانو د ویاند مرستیال بیا وایي، چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍوالو دا اندېښنې بې ځایه دي او یو ځل بیا ټينګار کوي، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

داعش ډله په افغانستان کې

اصف دراني ویلي، د داعش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي.او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي، چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.

خو طالبانو په وار – وار ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او نورو ترهګرو ډلو ته یې هم په افغانستان کې نه ځای ورکړی او نه هم د دې هېواد له خاورې د استفادې اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې ایراني رسنۍ ته ویلي و، چې ښايي په افغانستان کې د داعش ټول غړو شمېر شاوخوا ۱۰۰ او ۲۰۰ کسان وي.

له دې سره، د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف بیا د امنیت شورا ته ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې ده.

نوموړي دغه راز وویل، چې دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button