شیعه مشرانو غبرګون؛ د طالبانو د عدلیې وزیر پر اقداماتو نیوکې وشوې

د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر استازو، دیني عالمانو او مخورو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له مشر څخه غوښتي چې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه اقدامات ودروي چې دوی یې د شیعه وګړو پر وړاندې تبعیضي او د اندېښنې وړ بولي.
شیعه مشرانو غبرګون او د تبعیضي چلند ادعاوې
د اعلامیې له مخې، شیعه مشرانو غبرګون وروسته له هغې پراخ شوی چې په وروستیو میاشتو کې د شیعه مذهبي او ټولنیزو بنسټونو پر وړاندې یو شمېر محدودیتونه او اقدامات زیات شوي دي. شیعه مشرانو غبرګون
د اعلامیې لاسلیک کوونکي وايي، که څه هم دوی د ملي یووالي او ثبات ملاتړ کړی، خو د دوی په وینا د هزاره او شیعه ټولنې پر وړاندې د تبعیضي چلند کچه لوړه شوې ده.
د شیعه مشرانو له خوا یادې شوې بېلګې
په اعلامیه کې د افشار هدیرې تړل، د سناتوریم سیمې د اوسېدونکو بېځایه کول، د غزني د نوآباد ښارګوټي د کورنیو د تخلیې امر، د تمدن تلویزیون تړل او د یو شمېر جوماتونو او فرهنګي مرکزونو بندول د بېلګو په توګه یاد شوي دي.
د محرم مراسمو او مذهبي مرکزونو په اړه اندېښنې
اعلامیه وایي، د محرم او عاشورا د مراسمو پر مهال لګېدلي محدودیتونه د پخوانیو تفاهمونو خلاف دي او د شیعه ټولنې د غړو نارضایتي یې زیاته کړې ده.
د خاتمالنبیین جومات او نورو مرکزونو د تړل کېدو موضوع
لاسلیک کوونکو د ځینو جوماتونو، حسینیو او فرهنګي مرکزونو د تړل کېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د شیعه مشرانو غبرګون کې د امید سبز ښارګوټي موضوع هم یاده شوې ده. د اعلامیې له مخې، د تصفیې کمېسیون پلاوي دغه ځمکه شخصي ملکیت بللې وه، خو وروسته د عدلیې وزارت دا ځمکه امارتي اعلان کړه او د تخلیې امر یې صادر کړ.
اعلامیه ټینګار کوي چې د ملکیت اسناد باید له سره وڅېړل شي او د ښارګوټي د تخلیې پرېکړه لغوه شي.
د شیعه مشرانو غوښتنې او د طالبانو غبرګون
لاسلیک کوونکو له طالبانو غوښتي چې د تبعیضي چلند مخه ونیسي، مذهبي او فرهنګي مرکزونه بېرته پرانیزي او د هزاره او شیعه وګړو د مساوي حقونو ضمانت وکړي.
طالبانو تر اوسه د یادې اعلامیې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



