سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد: په ډیره اسماعیل خان کې وروستی ځانمرګی بریدګر افغان و

پاکستاني پولیسو ویلي چې د اسنادو له مخې په ډیر اسماعیل خان کې وروستی ځانمرګی برید افغان کړی

په پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د پاکستان پوځ، سیاسیون او نور نظامي او ملکي بنسټونه وارخطا دي او د هر برید وروسته ادعا کوي چې په دې وروستیو بریدونو کې افغانان ښکېل دي او افغان طالبانو بیا ټي ټي پي ته په افغان خاوره کې ځای ورکړی تر څو له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه پلان او سر ته ورسوي، خو طالبانو بیا هر ځل دا تورونه رد کړي دي.

اوس د پاکستان نظامي ادارې وایي چې په ډیره اسماعیل خان کې وروستی له تلفاتو ډک برید هم ځانمرګی بریدګر هم افغان و او دې افغان ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

دغه تر سره شوی برید

د پېښور پوليس وایي، چې يوه اونۍ وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د امنيتي ځواکونو په مرکز د بريد د طراح په ګډون نهه تنه وسله‌وال نيول شوي دي.

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

دوی زیاتوي: “ د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۱۲مه سهار وختي، د شپږو ترهګرو یوې ډلې د ډېره اسماعیل خان په درابان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته برید وکړ. پوستې ته د ننوتو هڅه په مؤثره توګه ناکامه شوه، چې ترهګر دې ته اړ شول چې پوستې ته له چاودیدونکو توکو ډک موټر ور وجنګوي او ورپسې ځانمرګی برید وشو. چاودنې د ودانۍ د نړېدو لامل شوې، چې ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې ده. د پوځ د عامه اړیکو (ISPR)  په یوه بیان کې ویل شوي، ۲۳ زړور پوځیانو شهادت ومانه، په داسې حال کې چې ټول شپږ ترهګر له منځه وړل شوي دي.”

د برید مسئولیت چا اخیستی و

د تحریک جهاد پاکستان (ټي جي پي)  په نامه یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د یوه خونړي برید مسوولیت منلی دی.

د ترهگرۍ ضد ادارې د (سي ټي ډي) د اسنادو له مخې، د دغه بريد طراح د ډېره اسماعيل خان د درابن سيمې سره تړاو لري.

د ډېره اسماعیل خان په ځانمرگي بريد کې ٢٣ سرتېري او شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د سي ټي ډي چارواکو په وینا، د ځانمرګي بريدګر په ګډون شپږ تنه بریدګر د افغانستان اوسیدونکي دي.

تېره اونۍ د ډېره اسماعيل خان په درابن سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز د وسله والو په بريد کې ٢٣ سرتېري وژل شوي وو چې په ځوابي برید کې بیا ٦ وسله وال هم له منځه ولاړل.

په پاکستان کې امنیتي وضعیت نور له کنتروله په وتو دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button