لوبې

اسیا کرکټ شورا ته د اسیا جام ترسره کول سرخوږی شو

د متحده عربي اماراتو ګرمه هوا د اسیا جام سیالیو لپاره خنډ ګرځېدلی او په ټاکل شوې وخت د دغه سیالیو .ترسره کول به د اسیا د کرکټ شورا لپاره سرخوږی وي

ټاکل شوې د اسیا جام سیالۍ د روان کال د اګسټ له ۲۷مې د سپټمبر تر ۱۱مې ترسره شي، د دې سیالیو کوربتوب څو کاله وړاندې سریلانکا ته سپارل شوی و، خو د کورونا او د بوخت مهالویش له امله دغه سیالۍ ترسره نشوې.

ټاکل شوې وه دغه سيالۍ له دوه کلن ځنډ وروسته سږ کال ترسره شي، خو په سريلانکا کې د اقتصادي کړکېچ او په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي له امله د دغو سياليو د ترسره کېدو امکان له منځه تللى دى.

نور یی ولوله | د نولس کلنو لوبډلې له هغه څلور تنو څخه دوه بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې انګلستان کې یې پناه اخیستې وه

خو د سريلانکا د کرکټ بورډ چارواکي بياهم غواړي چې دغه سيالۍ په خپل هېواد کې ترسره کړي، ځکه چې د دغو سياليو په لېږد ښايي تر لس ميليونه ډالرو پورې تاواني شي.

خو د اسیا کرکټ شورا د سریلانکا حالاتو اندیښمن کړي، په دې اړه د هند کرکټ بورډ سرچینو ویلي چې جې شاه د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سلوا او اجراییوي رییس ایشلي ډی سلوا سره په تلیفون خبرې کړې، چې په کې د دغه هیواد په وضعیت هم خبرې شوي.

تمه ده چې د سریلانکا د کرکټ چارواکي به د آی پي ایل د پایلوبې په درشل کې هند ته ولاړ شي او هلته به له جې شاه سره هم وویني، که چېرته سریلانکا د ټورنمنټ لپاره تیاره نه وي، نو په متحده عربي اماراتو کې یې ترسره کول د ګرمې هوا له امله ستونزمن دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button