نړیوال خبرونه

اشرف غني څوک دی ؟

د نړۍ د مطرحو سیاسی او اقتصادي څېرو په نوملړ کې د افغانستان د ولسمشر “محمد اشرف غني” نوم هم د ځانګړي مقام درلودونکی دی. د نړۍ اکثره اقتصادي او سیاسي څېرې ورته د نوموړي پوهې، ذکاوت او طرحو ته په کتو ډېر درنښت او احترام لري. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي د ژوند، کورنۍ، زده کړو او نورو فعالیتونو په اړه پوه شئ. 

د ولسمشر بشپړ نوم “محمد اشرف غني احمدزی” دی. نوموړي د “۱۳۲۸” لمریز کال د ثور په نهه ويشتمه نېټه د لوګر ولایت په یوه دینداره او روښانفکره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. اوسمهال دوه اولادونه لري، چې یو یې هلک او بله یې نجلۍ ده. لور یې “مریم غني” او زوی یې “طارق غني” نومېږي. همدارنګه د هېواد د لومړۍ مېرمنې نوم “رولا غني” دی. هېره دې نه وي، چې د “حشمت غني” په نوم یو ورور هم لري او د پلار په هکله یې باید ووایو، چې په شاهي دوره کې یې په لوړو دولتي مقامونو کې دندې ترسره کړي دي. 

ولسمشر خپلې لومړنۍ زده کړې په لوګر ولایت کې ترسره کړي دي. خو د لیسې دوره یې په کابل کې بشپړه کړې او له حبیبیه لیسې څخه فارغ شوی. له فراغت وروسته د لا ډېرو زده کړو په موخه لبنان ته ولاړ. هلته یې د بیروت په امریکايي پوهنتون کې زده کړې وکړې. ویې کولای شول، چې په لوړو نمرو د لیسانس او ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي؛ البته نوموړي د خپل لیسانس او ماسټرۍ دورې یې د سیاسي علومو په برخه کې بشپړې کړي دي.

20210822 070553
ولسمشر غني

په “۱۳۵۶ل” کالض کې یې وکولای شول د امریکا متحده ایالاتو تحصیلي بورسیه ترلاسه کړي. په دې توګه یې خپله دویمه ماسټري د نړېوالو اړیکو په برخه کې بشپړه کړه. البته دا دوره یې د کلمبیا په پوهنتون کې تېره کړه. ورپسې یې په همدې پوهنتون کې د انسان پېژندنې دوکتورا وکړه. باید یادونه وکړو، چې له خپلې دویمې ماسټرۍ او دوکتورا وړاندې (په “۱۳۵۳ل”) کال کې د کابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځي د انسان پېژندنې په څانګه کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کوله.

د “۲۰۰۷ او ۲۰۰۸م” کلونو ترمنځ یې د کاناډا له ګولف او د امریکا له اسکرانتن پوهنتونونو څخه یې افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړي دي. همدرانګه د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د سیرة النبي یو کلنه دروه هم کړې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button