افغانستان او هند ټېسټ لوبه؛ افغان توپاچوونکو د دویمې ورځې په لومړۍ برخه کې هند تر فشار لاندې راوست

د افغانستان او هند ټېسټ لوبه د دویمې ورځې تر لومړۍ ناستې پورې په زړه پورې روانه ده. افغان توپاچوونکو د هند درې نور لوبغاړي وسوځول او د سیالې لوبډلې د منډو بهیر یې ورو کړ.
هند د دویمې ورځې د لومړۍ برخې تر پای پورې ۴۷۵ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.
محمد سلیم ساپي د افغانستان تر ټولو بریالی توپاچوونکی
د افغانستان لپاره محمد سلیم ساپي تر دې دمه تر ټولو اغېزمنه توپاچونه کړې او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې دي. همدارنګه ضیاءالرحمن شریفي او حشمتالله شهیدي یوه-یوه وېکټه اخیستې ده.

هند د لوبې په لومړۍ ورځ د درې لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۸ منډې کړې وې او د دویمې ورځې په پیل کې یې هڅه کوله خپله پاڼه نوره هم پیاوړې کړي، خو افغان توپاچوونکو د سیالې لوبډلې پر وړاندې منظم او اغېزمنه لوبه وکړه. افغانستان او هند ټېسټ لوبه
هند څنګه خپلې وېکټې له لاسه ورکړې؟
هند خپله لومړۍ وېکټه هغه مهال له لاسه ورکړه چې دهروو جوریل د محمد سلیم ساپي په توپ د ۴۱ منډو په جوړولو وسوځېد. دویمه او درېیمه وېکټه یې په ترتیب سره په ۱۸۰ او ۲۴۷ منډو له لاسه ورکړې وې. افغانستان او هند ټېسټ لوبه
د لوبې په دویمه ورځ افغان توپاچوونکو درې نور مهم لوبغاړي هم وسوځول او د هند د توپوهنې پر لیکه یې فشار زیات کړ.

کې اېل راهول سلیزه ووهله، شوبمن ګېل لا هم ولاړ دی
د هند لپاره کې اېل راهول د پام وړ توپوهنه وکړه او سلیزه یې بشپړه کړه، خو وروسته د ضیاءالرحمن شریفي په توپ وسوځېد.
سای سدرشن هم ۸۱ منډې وکړې، خو محمد سلیم ساپي یې وېکټه ترلاسه کړه.
د هند لوبډلمشر له سلیزې سره کریز کې دی
د هند لوبډلمشر شوبمن ګېل د دویمې ورځې تر لومړۍ ناستې پورې ۱۰۳ منډې کړې دي او لا هم په کریز کې ولاړ دی. ریشب پنټ بیا ۵۰ منډې جوړې کړې دي.
د هند توپوهنه اوس هم پر شوبمن ګېل تکیه لري، چې د لوبډلې د سترې مجموعې د جوړولو هڅه کوي.
د افغانستان او هند ټېسټ لوبه په نوي چندیګړ لوبغالي کې روانه ده
د **افغانستان او هند ټېسټ لوبه** د هند په نوي چندیګړ لوبغالي کې ترسره کېږي. د کرېکانفو د معلوماتو له مخې، دغه لوبغالی په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټېسټ سیالۍ کوربتوب کوي.

تمه کېږي چې د لوبغالي پچ د توپوهنې لپاره مناسب وي، خو د هوا لوړه تودوخه ښايي د لوبې پر جریان اغېز وکړي، ځکه وړاندوینه شوې چې د ورځې په اوږدو کې به تودوخه تر ۴۰ سانتيګرادو لوړه شي.
د ریچارډ پیبوس تر مشرۍ لاندې لومړۍ ټېسټ لوبه
افغان لوبډله دا سیالي د نوي مشر روزونکي ریچارډ پیبوس تر مشرۍ لاندې ترسره کوي. همدارنګه الراونډر ننګیال خروټي ته د لومړي ځل لپاره په ټېسټ کرېکټ کې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه د لوبېدو فرصت ورکړل شوی دی.
د افغانستان مینهوال هیله لري چې د لوبې په پاتې برخو کې هم افغان توپاچوونکي خپله ښه بڼه وساتي او د هند پاتې لوبغاړي ژر وسوځوي.



