تجارت خبرونهژوند او ټولنه

افغانستان ته هر کال ۷۶ زره مټرېک ټنه چاۍ واردېږي

دوه ورځېوړاندې د چایو نړیواله ورځ وه، هغه چې خوند یې بېل او نړیوال شهرت لري. د چایو اصلي ځاۍ چین دۍ، خو په افغانستان کې یې هم شوقیان ډیر دي  د افغانستان چیمبر اف کامرس وايي هر کال  ۷۶ زره متریک ټنه چای له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردیږي. .

کېدای شي افغانستان کېله چایو بل هېڅ څه زیات ونه څښل شي. چای د افغانانو ژوند ملګرۍ دۍ.او هېڅ بنډار یی له چایو نه بغیر نه وي. افغان کمیونټیانې ته د چایو څښلو دود ل ډیر وخت  ور پاتې دی او تر ډېره د زیاتو چایو په څښلو مشهور هم دي. ان ځینې افغانان په دې باور دې چې د چایو په نه څښلو یې سر درد کوي او فکر یې هم جوړ نه وي. د زیاتو چایو څښلو له امله د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو په ځانکړي ډول کابل کې سماواتونه او چای خونې جوړې شوې دي خلک وزري او چاۍ څکي او ګپ شپ هم لګوي. .

د پلازمېنې کابل په کاه فروشي کوڅه کې یو سماوار چې اویا کلنه مخینه لري، له همغو پخوانیو پیالو او چینکو سره خلکو ته چای ورکوي. د پکتیا اوسېدونکی عنایت الله ځدراڼ وايي د چایو څښل د عادت تر څنګ یې چای ښه ملګری دی. د چایو بوټی پنځه زره کاله وړاندې په چین کې وپېژندل شو او په اوولسمه پېړۍ کې یو شمېر خلکو له چین نه اروپا او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته هم ورسېد..

که څه هم چای بېلا بېل ډولونه او خوند لري خو په افغانستان کې تر ډېره د شین چای مینه وال زیات دي. که څه هم کره معلومات نشته چې کله د چایو دغه بوټی افغانستان ته راوړل شوی او په کلني ډول یې په دې هېواد کې مصرف څومره دی، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي د کابو ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت په کلني ډول چای هېواد ته راوړل کېږي..

د شین او تور چای تر څنګ له څو کلونو را هیسې په افغانستان کې د زعفران چای مینه وال زیات شوي، هغه بوټی چې په افغانستان کې کرل کېږي او نړیوال شهرت هم لري

د یادونې وړ ده ده چې افغانان که چرته هم وي یا چرته سفر کوي له ځان سره چاۍ ضرور وړي او څکي یی چاۍ د افغانانو په کلتور کې مهمه ونډه لري او دوي یی خپل دستور ګنړي هر یو افغان که هیواد کې دننه دۍ که بهر ځان سره شین چاۍ به کور کې ضرور ساتي له بلېخوا بیا زمونږ کاونډي هیواد پاکستان کې شین چاۍ پر ځاۍ تورچاۍ څکي او ډیر شوقیان لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button