لوبې

افغانستان ولې له پیاوړو لوبډلو سره لوبې نه کوي؟

د بي بي سي پښتو ایډیټر او د کرکټ خبریال او مبصر ایمل پسرلي د مینه والو د هغه ګیلې په اړه حقیقتونه لیکلي دي، چې ګوا کې ولې افغانستان له پیاوړو لوبډلو سره لوبلړۍ یا سیریزونه نه کوي. نوموړی په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکي: ((پر فېسبوک د کرېکټ مینه وال تل ګیله من وي چې ولې افغانستان له پیاوړو لوبډلو سره لوبلړۍ یا سریزونه نه کوي.  دلته یې راځئ په دلایلو وغږېږو.)).

د ایل پسرلي وینا 

هغه لیکي: ((ځینې لوبې د کریکټ نړیواله شورا تنظیموي او ځینې د مختلفو هېوادونو د کرېکټ بورډونه په خپلو کې سره مني. له نړیوال جام څخه ور هاخوا په نورو لوبو کې  هر بورډ تر ډېره ځایه خپله پرېکړه کوي چې له چا سره لوبه وکړي که نه. لوی ټیمونه له وړو ټیمونو سره په دوو دلایلو لوبو ته زړه نه ښه کوي.))

هغه زیاتوي: ((لومړی که یې ترې وګټې نو څه؟ باید یې ګټلې وای، که یې وبایلي لوی شرم وراوړي نو په دواړو حالتونو کې د لوی ټیم په ګټه نه تمامېږي. تر دې هم مهمه دا چې له واړه ټیم سره لوبه کې پیسه نشته. د زمبابوې یا افغانستان اقتصاد دومره پیاوړی نه دی چې تلویزیونونه یې د دوی لوبې په میلیونونو ډالره وپېري، د دغو دوو هېوادونو بورډونه هم دومره شتمن نه دي چې څو سوه زره ډالره مقابلې لوبډلې ته د لوبو لپاره ومني.))

د افغان کرکټ ټیم کارکردګي 

ایمل پسرلی همدا راز مخکې لیکي: ((بله پوښتنه د خلکو په ذهن کې دا وي چې بورډ ولې پیسې نه لري، ای سي سي افغانستان ته پیسې ورکوي هغه پیسې څه شوې؟ پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له امله بانکي سیستم ته له بهره پیسې نه راځي. ای سي سي چې کومې پیسې اوس هم افغان بورډ ته ورکوي هغه باید بهر وروسپاري او په ځانګړو شرایطو کې. په کور دننه اقتصاد ځپل شوی، کورني شرکتونه دومره ښايي پیاوړي نه وي چې د بورډ مالي ملاتړ وکړي. واکمن هم که هر څومره پرې مهربانه شي دومره یې هم نه شي نازولی.))

نور یی ولوله | سمیع الله شینواری ولې غوصه دی ؟

نور یی ولوله | فیض‌اباد کې د یوه کتابتون له پرانیستل کېدو د فرهنګیانو او اوسېدونکو هرکلی

نوموړی همدا راز په خپله لیکنه کې زیاتوي: ((نو دا چې له ایرلند، زمبابوې یا بنګله دېش سره کله نا کله لوبلړۍ مومو باید ورته اتڼ وکړو. ایرلنډ چې تر موږ یې اقتصاد عالي دی له ۲۰۱۷ کال راهیسې یوازې درې ټسټ لوبې او موږ په همدې موده کې شپږ لوبې کړي. موږ په خپل کور لوبې نه شو کولی باید بل هېواد کې د خپل کور لوبې وکړو چې پیسې غواړي. ایرلنډ او زمبابوې دغه سرخوږی نه لري خو بیا هم کړېږي. بنګله دېش چې اقتصاد یې اوس بد نه دی او د ټسټ اتلولیو په کتار کې هم دی له انګلنډ سره وروستۍ ټسټ لوبه شپږ کاله وړاندې، له استرالیا سره پنځه کاله وړاندې او له هند سره درې کاله وړاندې کړې وه.))

د ایمل پسرلي نوره وینا 

ایمل پسرلی په پای کې لیکي: ((لنډه یې دا چې حقایقو ته باید غاړه کېږدو، د ای سي سي بشپړ غړیتوب په دې مانا نه دی چې د پیسو باران راباندې اوري او یا نورې لوبډلې په دوه تلې راته ناستې دي چې لوبې راسره وکړي. په دې هیله چې اقتصاد مو ښه شي او په کور د نړیوالو لوبو د کوربانه توب وړتیا ومومو، له هغه وروسته به یې بیا سره شاربوو. که یې لا نه منئ؟

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button