نړیوال خبرونه

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

یونیسکو په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان له هغو لسو هېوادونو دی چې نجونې په کې زده کړو ته نشي تللی

یونیسکو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان د لسو هیوادونو په منځ کې دی چې ډیری نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي او ۷۵ سلنه نورې بیا له زده کړو بې برخې دي.

یونیسکو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان د لسو هیوادونو په منځ کې دی چې ډیری نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي او ۷۵ سلنه نورې بیا له زده کړو بې برخې دي.

هغه هېوادونه چې د زده کړو له امله شاته دي

د ملګرو ملتونو ښوونیز علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو یو راپور خپور کړی چې وايي په افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو کې نجونو د زده کړو له پلوه شاتګ لرلی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې له ښوونځي تر ټولو زیاتې محرومې نجونې لري او پنځه اویا سلنه نجونې یې له زده کړو بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو ویلي: د لسو هېوادونو په منځ کې د افریقا او افغانستان نهه هېوادونه ښوونځيو ته د نجونو د نه لاسرسي تر ټولو لوړه کچه لري. د افغانستان نوم په دغه نوملړ کې لسم ځای خپل کړی دی.رلږترلږه ۵۰ سلنه نجونې ښوونځي ته نشي تللای او په افغانستان کې ۷۵ سلنه نجونې ښوونځي ته د تلو فرصت نه لري.»

unisco
افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

راتلونکی کال به په تیاره کې وي

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي و ویل: که طالبان سږ کال هم زموږ خویندو ته اجازه ور نه کړي چې ښوونځیو ته ولاړ شي نو موږ به ډیر سخت کال مخ ته ولرو او د افغانستان راتلونکی به تیاره او په جهالت کې وي.

زهرا او مريم  چې د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې دي، د نجونو پرمخ یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د دروازو د تړل کېدو له امله نقاشۍ ته مخه کړې ده.

نور ولولئ: توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

نور ولولئ: شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي

نور ولولئ: د ټېکنالوژۍ برخه کې د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان روباټ جوړوونکې نجونې پر څه بوختې دي؟

دوی وايي، هنر هیڅکله د زده کړو ځای نه شي نیولی او د ښوونځیو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

زده کوونکې، زهره طلوع نیوز ته و ویل : درسونه خپل ځای لري، زه غواړم چې ښوونځي مو بېرته پیل شي او موږ وکړای شو چې بېرته خپلو درسونو ته ورسیږو.

زده کوونکې، مریم و ویل: زه باید اوس په یوولسم ټولګي کې وای خو چې له څه وخت راهیسې ښوونځي تړل شوي نو زه اوس په اتم ټولګي کې یم.

بلخوا، يو شمېر نورې زده کوونکې هم د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې ورته ښوونځيو ته د تګ زمینه برابره کړي.

له دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مارچ په اتمه له طالبانو غوښتي وو چې راتلونکی کال د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button