نړۍ خبرونه

انټوني بلېنکن: پر افغانستان د طالبانو اوسنۍ واکمني تر ټولو تیاره دوره ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په البانیا کې د خبرو پر مهال د طالبانو اوسنۍ واکمني تیاره دوره بللي ده

هاخوا افغانان په تمه دي چې طالبان به نجونو ته د زده‌کړو کولو اجازه ورکړي، خو تر اوسه د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیلېدو هېڅ څرک نشته.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د البانیا ځوانانو ته د وینا پر مهال، د افغانانو څخه د دغه هېواد د کورنیو له هرکلي څخه مننه وکړه.

انټوني بلېنکن د خپلې وینا په یوه برخه کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل «ډېر تیاره او تت فصل» یاد کړ، چې ورسره د نجونو هیلې له خاورو سره خاورې شوې.

blinken1
نجونې زده کوونکي

په البانیا کې امریکا ته تلونکې افغانان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغې وینا کې، د هغو افغان کورنیو د لېږد په برخه کې د البانیا ستاینه وکړه چې له طالبانو څخه په تېښته کې وې.

د انټوني بلېنکن د وینا متن د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې په ۲۶مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې خپور شوی دی.

نوموړي د البانیا د ځوانانو یوې ټولنې ته وویل، چې تاسې د دغو کورنیو سره د مرستې په پار، «څومره له زیانمنونکو خلکو سره په رښتیني توګه او په ټول ځواک سره خپلې ژمنې ثابتې کړې.»

نور ولولئ: جوبایډن: اوکرایني ځواکونو ته کلاسټر او هاوېتزرس له وسلو ورکولو دفاع کوم

نور ولولئ: د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

نور ولولئ: بلېکن وايي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر سر خبرې نه کوو

ښاغلي بلېنکن په البانیا کې د یوې افغانې کورنۍ سره چې امریکا ته یې د سفر چمتوالی نیوه، خپلې لېدنې ته په اشارې سره وویل، یوې مور را ته وویل زما هغه پنځه ماشومان چې په افغانستان کې له ښوونځي څخه پاتې وو او له هرې برخې چې شونې وه باید هغوی خپلې زده‌کړې کړې واې او د دې کار له پاره یې هڅه کوله.

blinken2
طالب جنګالي د زده کړو د حق غوښتونکو مېرمنو پر وړاندې ولاړ دي.

بلېنکن د افغان ماشومانو په اړه

هغه وویل، د دغې کورنۍ دوه څوارلس کلنې غبرګونې لوڼې په البانیا کې د یو کال پاتې کېدو وروسته اوس توانېدلې چې انګلیسي ژبه زده کړي، د هغو له ډلې یوې یې هیله لرله چې د جامو ګنډلو یوه پنځوونکې یا طراح جوړه شي او بله یې غواړي سوداګري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو افغان ماشومانو د هیلو په اړه وویل، چې البانیا ته په راتګ سره د هغوی هغه هیلې بیا په غوړېدو دي چې «د افغانستان په تیاره فصل کې» له منځه تللې وې.

خو له دې سره، سره بیا هم طالبان حاضر نه دي چې د نجونو پر مخ د زړه کړو دروازې پرانیزي او دغه خدای ورکړی حق ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button