ژوند او ټولنه

افغانستان کې د رواني ناروغانو د ډېرېدو په اړه اندېښنې

افغانستان کې د رواني ناروغانو د ډېرېدو په برخه کې د طبي سکتور اندېښنې ډېرې شوي دي

افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او د افغانستان له روغتونونو داسې راپورونه ورکړل شول چې دلته د خلکو په منځ کې یو ځل بیا رواني ناروغان زیات شوي او دا چاره یې د اندېښنې وړ بللي ده.

ددې ناروغیو د ډېرېدو په دوام په شمالي ولایتونو کې هم یاده ناروغي په پراخېدو ده او له فاریاب ولایت هم راپورونه ورکړل شوي دي.

نور ولولئ: اوتېزم (رواني ګډوډي) څه ده او ماشومانو کې یې نښې څه دي؟

نور ولولئ: م.م. د افغان میرمنو د رواني ستونزو له ډېرېدو خبر ورکوي

د فاریاب ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته پر رواني ناروغیو د اخته کسانو  ورتګ ډېر شوی چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

په یاد ولایت کې د یادو ناروغانو شمېر

د دوی په وینا، میاشت کې تر ۱۶۰۰ رواني ناروغان د درملنې لپاره د دغه روغتون د رواني عصبي څانګې ته مراجعه کوي.

د فاریاب ولایتي روغتون کې عصبي رواني متخصص نقیب‌الله خطیبي سلام‌وطندار ته وویل، ډېری هغه رواني ناروغان چې دغه روغتون ته مراجعه کوي، له ۱۳ نیولې تر ۳۵ کاله پورې عمر لري چې ډېرې شځې دي.

هغه وايي، اړتیا ده چې دغه روغتون کې د رواني ناروغانو د غوره درملنې لپاره لا ډېر بسترونه جوړ شي. خطیبي زیاتوي چې فاریاب کې په رواني ناروغیو اخته ۱.۵ سلنه کسان د هغوی وضعیت ته د نه رسېدنې له امله د ځان‌وژنې اقدام کوي.

«هغه ناروغان چې مراجعه کوي، د ډېرو یې درملنه نه‌ده شوې یا هم ورته رسېدنه نه‌ده شوې. له دې امله دوی مسموم توکو کارونې ته مخه کوي، سوځولي او حتا څاګانو کې یې ځانونه اچولې دي.»

د بې روزګارۍ ډېرېدل او پر خلکو یې اغېزې

په ورته وخت کې د فاریاب یوشمېر اوسېدونکي وايي، وزګارتیا او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ځینې کسان په رواني ناروغیو اخته شي.

د یاد ولایت اوسېدونکی عبدالغفور چې پر رواني ناروغي د اخته کېدو له امله یې د فاریاب د ولایتي روغتون رواني برخې ته مراجعه کړې وویل: «کله چې مېرمن درته ووایي چې کور کې خواړه نشته، ماشومان دې وږې وي او ته هم وزګاره، معلومه ده چې اندېښنه او تشویش به کوې او روانې ناروغیو باندې اخته کېږي.»

د فاریاب د ولایتي روغتون رواني برخې ته بل مراجعه کوونکي غلام‌حیدر هم وویل، د ژوند ستونزې لامل شوي چې هغه په رواني ناروغۍ اخته شي. «د ژوند جنجالونه خپله د رواني ستونزو لامل کېږي. که ځوانان مصروف نه‌وي، ذهنونه یې مغشوش کېږي او هر ډول خلکو سره ناسته ولاړه کوي.»

د فاریاب د ولایتي روغتون د رواني روغتیا برخې ډاکټران زیاتوي، کورنۍ جګړې، بېوزلي، وزګارتیا او کورنۍ ستونزې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر افغانان رواني ستونزو او اختلالاتو سره مخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button