نړیوال خبرونه

افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

د امریکا د خزانې وزارت نوی جواز چې په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولای شي په دغه هېواد کې دننه له ګنو مثبتو غبرګونونو سره مخ شوی.

د افغانستان مرکزي بانک، ماليې وزارت او سوداګرۍ خونې دا ګام د افغانستان د اقتصاد په بيا رغولو کې مثبت بللی او له امريکا یې د نورو محدويتونو د لیرې کېدو غوښتنه هم کړې.

نور یی ولوله | ناروې غونډه: متقي وايي هڅه کوي خپل حکومت نور هم ټولګډونی کړي

د يادو ادارو په اعلاميو کې ويل شوي چې ورته ګامونه په سوداګريزو چارو، پولې راکړې ورکړې او اقتصادي ثبات لپاره مهم دي.

د امريکا د خزانې وزارت دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د سوداګرۍ او مالي معاملاتو د پراختیا په موخه نوی جواز صادر کړ. د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت دا جواز د جمعې په ورځ صادر کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ویلي، دا جواز په دې هدف صادر شوی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه و نه نیسي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

د دې جواز پر بنسټ، له دې وروسته مالي ادارې، نا دولتي موسسې، نړیوالې موسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه پر طالبانو د امریکا بندیزونو ته پام، په بېلابېلو برخو کې معاملې او مالي فعالیتونه مخته وړلی شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button