کورني خبرونه

افغانستان کې مرستو ته د وګړو شمېر ۲۴ نیم میلیونو ته رسېدلی

 افغانستان  افغانستان

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې راتلونکي کال کې  مرستو ته د اړوند وګړو  شمېر ۲۴ نیم میلیونو ته رسېدلی مرستندویو ټولنو د  سخت  وضعیت له امله بېړنۍ مرستی د ژر رسونې غږ کړی پداسی مهال  چې همدا تېره سې شنبه له ژمنو مرستو بار یوه الوتکه کابل ته ورسېده چې د جګړو له امله پر بې ځایه شویو

کورنیو ته ورکړل شوی او ټاکل شوې روانه اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ژمنو مرستو دوه نورې الوتکې هم کابل ته ورسېږي دا مرستې به پر بېځایه شویو کورنیو  ته ورکول کیږی د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د جګړو له امله د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو  څخه شاوخوا ۵۰ زره وګړو کابل ته راغلی دا کډوال په ډېرو سختو  ستونزو او په کوچنیو خیمو کې ژوند  غوره  کړی افغانستان کې جګړی له امله   زرګونه خلک د خوندیتوب په هیله مندی  کابل ته کډوال شوي ملګري ملتونه وايي راتلونکي کال افغانستان کې مرستو ته د

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

اړوند وګړو شمېره ۲۴ نیم میلیونوته رسېدلی شي کندهار کې له جګړو څخه  بې ځایه شوې زرګورنه کورنۍ  خپلو سیمو ته تلی دا کډوال چې د ژوند کولو لومړنۍ امکانات هم نلری  ښايي تر نورو فصلونو ډېر په ژمي کې د سختو ستونزو له ګواښ سره مخ وي په افغانستان کې د کډوالو چارو ادارې د چارو مشر تاکیشي موریامه وايي اړ دی چې بیړنۍ مرستې  افغانستان ته ورسول شي اوس په افغانستان کې  وضعیت  ناورین دی او دا ستونزی  مخ پر زیاتیدو  دی ژمی راروان دی او هوا په سړېدو ده  اړ دی چې په بیړه اړمنو کسانو ته مرستې

ورسول شي ښاغلی موریامه زیاته کړی چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ښايي راتلونکی کال مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ نیم میلیونو ته پورته  شي نوموړی زیاته کړی روان ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ میلیونه او څلور سوه زرو افغانانو مرستو ته اړه لرله خو د ژمني له راتلو سره دا شمېر ۲۴ میلیونه او څلور سوه زرو کسانو ته لوړېږي

 د ښاغلي  په وینا دا افغانان خواړو، سرپنا او روغتیايي چوپړونو ته اړتیا لري او باید په ژر تر ژره  لاسنوی وشي

بل  د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د طالبانو حکومت له اړخه مرستو ته د چمتوالي  کوي او اطمنان  ورکوي چې د نړیوالو اړخه  مرستې ته به پر اړمنو وګړو ته ورکول شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button