نړیوال خبرونه

افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کوي

افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کوي ځیني امنتي سرچیني رسنۍ ته ويلي چې دولت غواړي پاتي ۳۲۰ تنه خطرناک طالب بندیانو له ډلې يې ۱۰۰ تنه طالب زندانيان له څرخي پله ازاد کړي،

د يوې دولتي سرچيني ميډيا ته ويلي چې تير ماښام تياره يې له څرخي پله ۱۰۰ طالب زندانيان خوشي کړي دي.دغې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي چې د پاتي نورو طالب زندانيانو د خوشي کيدا لړۍ به ډير ژر عملي شي او پاتې نورو طالب زندانیان به هم خوشې شي، که څه هم طالب زندانيان د شپې په تياره کې خوشي شول خو بيا هم هلته د رستيو استازو ااو خبريالانو ځانونه ور رسولي وو. له خبريالانو سره په خبرو کې طالب خوشي شوي بنديان ډير خوشاله وو،

څو.تنو د رسنیو استازو ته ويلي وو چې دوی ډير خوشاله دي چې يو ځل بيا له خپلي کورنۍ سره ويني او دې ته هيله مند دي چې په افغانستان کې يوه دايمي سوله رانځته شي او جنګ ختم شي، بايد وويل وشي په دغه خوشي طالب زندانيانو کې داسي کسان هم چې ۷ کاله ۸ کاله ان تر ۱۸ کاله يې له افغان دولت سره په بند کې تيره کړي وه. او ځيني خو يې ان په اعدام هم محکوم شوي ول، خو اوس خوشې شول ،

ارګ په دې اړه تر اوسه په رسمي بڼه څه نه دي ويلي چې د پاتي طالب زندانيانو لړۍ به کله ختميږي. خو يوې حکومتي سرچينې رسنيو ته ويلي تر راتلونکي چهارشنبې پورې به د پاتي طالب زندانيانو د خوشي کيدو لړۍ تمامه شې.یادې سرچيني دا هم ويلي د طالب بندیانو د خوشي کيدو د لړۍ له ختميدو وروسته به سم دلاسه به د سولې مرکچي پلاوي د قطر پلازمينې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو د مرکچي پلاوي سره د سولي په خپل منځي خبرو اترو باندي بحث وکړي.

د یادولو وړ ده چې څه موده مخکي د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه پلاوي هم د سولي بين الاافغاني مذارکراتو لپاره د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسيز پلاوی لست رسنیو سره شریک کړ،طالبانو څو څو ځله په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالب زندانيانو له خوشي کيدا وروسته به ډير د یولي بين الافغاني مذاکرات پيل او په اوربند به بحثونه وشي،

هېره دې نه وي چې يوه هفته مخکې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خبري غونډه کې ويلي وو چې ډير ژر به بين الافغاني مذاکرات شروع شي داسې ښکاري چې طالب مشران د پاکستان له سفر وروسته د اوربند او د بين الافعاني مذاکرات ژر پيل ته اړ شوي دي،که څه هم د طالبانو له خوا يوازيني شرط د پاتي طالب زندانيانو خوشي کيدا ده. چې اوسدغه شرظ هم منل شوۍ دۍ،

دا هم باید یاده کړو چې تیره میاشت د افغانستان سولې لپاره جوړه شوې لوېې جرګې هم پرېکړه کړې وه چې باید پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشې شي او د بین الافغاني مزاکراتو د ژر پیل پرېکړه ېې هم کړې وه، ځينې سیاسي مشران هم په دې ټينګار لري چې باید د سولې خپلمنځي مزاکرات باید زر پيل شي او افغانستان کې دایمي اور بند ته هم لاره هواره شي ترڅو افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button