لوبې خبرونه

افغان لوبغااړي عثمان غني لندن مې واده وکړ

د هغه د واده مراسم اوس په لندن کې روان دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي عثمان غني په لندن کې واده وکړ. د هغه د واده مراسم همدا اوسمهال په لندن کې روان دي، چې هلته مېشتو افغانانو پکې ګډون کړی دی

د نوموړي د واده د مراسمو انځورونه هم پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي

عثمان غني چې د ملي لوبډلې سره یو ځای انګلستان ته تللی دی، هغه به د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره د افغان لوبډلې سره ایرلینډ ته ځي او هلته به په ملي لوبډله کې لوبېږي. خو تر دغه لوبو مخکې هغه د انګلستان په لندن کې نکاح کوي او له هغه وروسته به ایرلینډ ته ځي. د هغه د واده د مراسمو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي دي

نور یی ولوله | د افسر ځاځي پنځوسیزه، ساتونکو ۱۵۷ منډې وکړې

نور یی ولوله | عثمان غني د ښې توپوهنې په مټ پړانګان بریالي کړل

د یادولو وړ ده، چې عثمان غني سږکال په شپږیزه کرکټ لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلمشري کوله او په خپله ښه لوبډلمشرۍ هغه د سپین غر پړانګانو لوبډلې ته اتلولي هم ورپه برخه کړه. سپین غر پړانګانو په پایلوبه کې د بُست ساتونکو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه، چې دا یې دریمه اتلولي ده. عثمان غني سږکال په شپږیزه کرکټ لیګ کې ښه وځلېده.

عثمان غني د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و، خو د درویش رسولي له ټپي کېدو وروسته هغه هم په ۱۶ کسیز نوملړ کې شامل کړای شو.نوموړی یو ښه پلیر تر څنګ یو ښه انسان هم دی نوموړی هر وخت هڅه کوي چې مینه والو سره هم شه برخورد وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button