لوبې

افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ له پاکستان سره د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دغې لوبډلې ته د نورو لوبغاړو تر څنګ دوه نوي چټک توپ اچونکي هم غوره شوي چې یو ورځنۍ لوبو کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ډېره استازولي نه ده کړې.

نور ولولئ: د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د بنګله دېش نولس کلنو کم عمره لوبډلې ته ماتې ورکړه

د معلوماتو له مخې سلیم صافي تر اوسه د افغانستان په ګټه په دوه یو ورځنیو سیالیو کې را څرګند شوی او هغه هم سږ کال د بنګه دېش پر وړاندې، بل چټک توپ اچونکي وفادار مومند بیا یوازې د افغانستان په استازیتوب دوه ټېسټ لوبې کړې دي.

د ځینو لوبغاړو بېرته راستنېدل

د سلیم صافي او وفادار مومند تر څنګ ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال هم د پاکستان خلاف یو ورځنۍ لوبې ته ګرځیدلی، داسې ښکاري چې هغه د بل ورو توپ اچونکي ضیالرحمان اکبر پر ځای چې په لومړي ځل تېره میاشت د بنګله دېش خلاف اخېستل شوی و لوبډلې ته غوره شوی.

اکرام علیخېل هم موده وروسته بېرته لوبډلې ته غوره شوی او د نورو لوبغاړو تر څنګ ریاض حسن او عبدالرحمان هم اخېستل شوي دي.

د ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ترکیب کې له دغو ۱۶ لوبغاړو به ۱۱ کسیزه لوبډله لوبېږي.

د کریکټ بورډ لخوا په اعلان شوې نوملړ کې د ۱۶ لوبغاړو تر څنګ شاهد الله کمال او فرید ملک هم احتیاطي لېست کې دي.

له پیاوړو لوبډلو سره لوبو ته پاوړی ټیم

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر اسدالله خان چې تېره ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، “څومره چې د پیاوړو او ښو لوبډلو سره لوبې کوو، هومره مونږ ته په کار ده چې کمې تېروتنې وکړو او ښه لوبډله ولرو.”

نور ولولئ: د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې ولري

هغه وویل افغانستان اوس مهال ډېر ښه لوبغاړي لري خو سیالو لوبډلو ته په کتو باید لوبغاړي غوره شي او د افغانستان لخوا اعلان شوې ټول لوبغاړي د پاکستان خلاف سیالیو ته چمتو دي.

د ده په وینا دا لوبغاړي باید ځانونه ثابت کړي،‌ چې افغانستان اسیا جام او نړیوال جام ته له ښه غوراوي سره ولاړ شي.

د اسدالله خان په وینا لوبډله کې نوین الحق ته هم اړتیا لري ځکه د ده په ټکو نوموړی د افغانستان ښه چټک توپ اچونکی دی خو وايي نوین الحق دا مهال ټپي دی او لوبېدو ته چمتو نه دی.

ډېری هغه افغانان چې کرېکټ له نږې څاري، نوې اعلان شوې لوبډله یې متوازنه بللې او د کرېکټ بورډ له پرېکړې یې پر خپلو ټولنیزو رسنیو هر کلی کړی دی.

د ځینو په اند، “دا مهال دا تر ټولو غوره سکواډ دی خو اوس به یې پته په میدان لګي.”

د پاکستان پر وړاندې لوبې کله او چېرې دي؟

افغان کرکټ ملي لوبډله به د اګست مياشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ مه د درې نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې د پاکستان پر وړاندې لوبېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button